1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه په زړه پورې ليدنه: د اردن پاچا په واشنګتن کې

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

د امريکا جمهورريس اوباما په نژدي خټيځ کي ځانته ډير احترام ګټلي دي. ده خپله لمړۍ مرکه د العربيه له ورځپاڼ، لومړۍ تيليفوني خبرې يي د فلسطينيانو له جمهوررییس عباس او لومړی وينا يي په يو بهرني هيواد کې په ترکيه کي وکړه.

https://p.dw.com/p/HblX
بارک اوباما او شاه عبداللهانځور: AP

او پيغام يي تل دا وو چي امريکايان د مسلمانانو دښمنان ندي. اود امریکا متحده ايالتونه له هغو سره د جګړي په حال کي هم ندي. ده د نژدي ختيځ د سولي د لړۍ د بيا را ژوندي کولو ارده تل بيا بیا څرګنده کړيده.

د اسرايلو له نوي لمړي وزير نيتان ياهو څخه پخوا د ارد ن د پاچا سفر امريکا ته يوه بله نښه د دي لپاره ده، چي دی غواړي له اسلامي هېوادونو سره ځان نږدي کړي. اوباما د عربي نړۍ د لومړی مشرپه توګه د اردن له پاچا ملک عبدا لله سره له ليدني کتني وروسته د نژدي ختيځ د سولي له بهير نه شکايت وکړ او ويي ويل:

له بده مرغه اوس نه يوازي د اسرايیلولخوا بلکه د فلسطينيانو په سيمه، عرب اوپاتی نړۍ کي د نژدي ختيځ د سولي پرمختګ ته د زړه له کومي علاقه نه ښودل کيږي. هغه څه چي مونږ ورته اړه لرو، دا ده چي له دي حالت نه ځان راوباسو.

د اردن پاچا ملک عبدا لله چه له لسو کالو راهيسي دا مقام لري هماغه له خپلو پاچا کيدو راهيسي د خپل پلار په شان د امريکا له متحده ايالتونو سره نژدي اړيکي لري. د همدي لپاره او هم له اسراييلو سره د ديپلو ماسی اړيکو د لرلو له امله، په عربي هيوادونوکي د ده پلويان ډير ندي. په تيره بيا په غزي باندي د اسراييلو له بريد نه وروسته چي په هغه کي 1300 فلسطينيان ووژل شو ل، د ده په وړاندي دښمني ښودل کيږي. خو بالاخره همدا د اردن هڅي وي چي د اسرايلو لخوا چارپیري شوي غزي ته مرستي ورپريښودل شوي.

Symbolbild USA Israel Palästina Naher Osten
اوباما: امريکايان د مسلمانانو دښمنان ندي. اود امریکا متحده ايالتونه له هغو سره د جګړي په حال کي هم ندي

ملک عبدالله به دلته هم هغه څه چي له کلونو کلونو ويلي دي بياووايی. هغه دا چي د اسراييلو او د فلسطينيانو ترمنځ د اصلي ربړي له حل کيدو څخه به پرته په نژدي ختيځ کي سوله رانشي. ملک عبدالله زياتوي:

مونږ بايد با لاخره بیرته د سولي لړۍ ته ستانه شو. که يوه خوا تراوسه لاهم په پوځي حل لاري باندي ټينګاروکوي نود دي لانجي په حل باندي به هيڅکله بريالي نشو. نو ټولي خواوې بايد د امکان ترحده زر بیرته د خبرو اترو ميز ته ستانه شي. يو اړخيز اقدام نه اسرايلو، نه فلسطينيانو اونه لبنانيانوته کومه نتيجه لرلي شی. نو مونږ بايد د دې سياسي لانجي د حل لپاره له يو بل سره وغږيږو.

نوموړي پاچا د ډیرو عربي هيوادونو د مشرانو په نامه خبرې کوي او اوباما د ۲۰۰۲کال د سولي په نوښت کي د سولي کلي ويني . دانوښت داسی دي چي اسرايیل له ټولو هغو سيمو څخه چي په ۱۹۶۷ کال کي يی نيولي دي په شا شي، د هغه په مقابل کي ټول عربي هيوادونه ديپلوماسي اړيکي ورسره ټينګوي. او بل دا چي يو مستقل فلسطيني دولت منځته راشی اوهغو په مليونهاوو فلسطيني مهاجرو ته يوه لاره مينده شی، چي د اسرايلو د دولت د جوړيدو په وخت کي يا له خپلو سيمو شړل شوي اویا دا چي په خپله يي خپل ټاټوبي پريښي دي. خو پخوانيو ټاټوبوته د دغه مهاجرو د بيرته ستنيدو غوښتنه نه کيږي.

ملک عبدالله له اسراييلو او فلسطينيانو سره د امريکا متحده ايالتونو د ځانګړي استازی ميچل د خبرو له امله، ځان پياوړي شوي احساسوي. ځکه چي نوموړي د عرابو د دي وړاندييز پلوي کړيده.

رحيله اميري
کتونکی: يحيی وردک