1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه پيچلي سياسي لوبه

۱۳۸۹ مهر ۱۹, دوشنبه

د افغانستان د سولي د عالی شورا په سر کي د برهان الدين رباني ټاکل د سولي لپاره څه زيري ځان سره لري؟ دی پوښتني ته سياسي څارونکي ځواب وايي:

https://p.dw.com/p/PbTT
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د د سولي د شورا رييس برهان الدين رباني او د هغي شورا یو بل غړی پير سيد احمد ګيلاني
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د د سولي د شورا رييس برهان الدين رباني او د هغي شورا یو بل غړی پير سيد احمد ګيلانيانځور: AP

افغان ولسمشر، حامد کرزي، له خپلو وسلوالومخالفينو سره چې د حکومت بقا ته اوس جدي ګواښ شميرل کيږي، د هغه چا په منحګړيتوب خبري کوي چي د افغانستان د تيرو کلونو د کورني جګړي لامل ګڼل کيږي او د طالبانو سر سخت مخالف ؤ.

د اسلامي جميعت مشر برهان الدين رباني تيره ورځ د سولې د عالې شورا مشر وټاکل سو.

دغه خبر چې د 24ساعتونو په تيريدو لا هم د ګڼو رسنيو تر ټولو مهمه توده موضوع ده. ډيري دا پوښتنه کوي چي آيا د دغي شورا په سر کي د رباني ټاکل د سولي لپاره ښه زیری دی که بد.

يوشمير سياسي مبصرين او ولسې خلګ د ربانې ټاکل کيدو مايوسه کړي دي او استدلال کوي چې ربانې دا وړتيا نه لري تر څو د رژيم مخالفين د سولې له بهير سره يو ځاي کړي.

د اوس لپاره دا ګرانه ده چې د سولې د عالې شورا د مشرتابه لپاره د ښاغلي ربانې د اغيزمنتوب او نه اغيزمنتوب په اړه خبري وشي.

په عین وخت کی د شورا د منځ خبري داسي دي چې ګواکې ورته د دغه مشر په ټاکلو د شورا د ګڼ شمير غړو تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.

د سياسي چارو شنونکې د دغې شورا مشرۍ ته د ربانې ټاکل کيدل سمبوليک اروزې چې پر وينا يې کرزي غواړي د هغه په ټاکل کيدو د سولې د بهير پر وړاندي د حکومت په دننه کې د خنډ جوړونکو مخه ونيسي.

د ولسې جرګې غړي او د سياسي چارو مبصر نادرخان کټوازي د آلمان غږ راډيو ته په يوه مرکه کي وويل:« د سولې په شورا کې بايد هغه کسان راغلي واي چې له هيڅ يو اړخ سره هم په دښمنۍ کي ښکيل نه واي. خو مونږ يو شميرمجبوريتونه لرو چې که دوي نه واي شامل شوي هغوي نور جنجالونه جوړول، خو اوس دغه کسان د جنجالونو له زيږولو را ګرځيدلي په چوکيو ناست دي، دا خو وايې چې مونږ د سولې لپاره کار کوو.»

خو د سياسي چارو بل شنونکي نسيم ګل طوطاخيل بيا په دې اند دي چې طالبان د سولې له شورا سره خبري نه کوي او په دې لټه کې دي چې د قضيې له اصلي لوري سره وغږيږي. طوطاخيل وويل:«طالبان اوس هغه خبره کوي چې يوه وخت مجاهدينو کوله، هغوي هم ويل چې د ډاکټر نجيب له حکومت سره خبري نه کوي، بلکه له مسکو سره.»

د نوموړي شنونکي په نظر دغسي يو دريځ د سولي لپاره چندان ښه زيري نه دي.

د افغانستان ستونزه يوه افغاني ستونزه نه بلکې د سيمې په کچه داسي يوه لانجه ده چې په سيميزه کچه بايد ورته يوه حل لاره وموندل شي.

د نادر خان کټوازي په نظر د سولي عالي شورا ښايي په يواځيتوب سره ونه توانيږي چي جګړه ځپلي افغانستان ته سوله راوړي. هغه وايي: « اوسنۍ شخړه يوازي په افغانستان پوري تړلي نه ده چې د سولې په عالي شورا باندي حل او فصل شي، په دې شخړه کې د افغانستان حکومت ده، د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفين دي، همسايه هيوادونه دي، د سيمې هيوادونه دي او په پاي کې امريکا ده چې د ټولو په کچه بايد ورته يوه حل لاره ولټول شي.»

خو ښاغلي طوطاخيل بيا له کټوزاي سره هم غاړي نه دي. نوموړي وايې چې د افغانستان د لانجې په اړه ټولې نړيوالي هڅي اوس پاي ته رسيدلي دي . هغه د دغي شورا جوړيدل د حکومت يوه ښه اقدام بولي او د رباني ټاکل هم ښايي د سولي د پًروسي لپاره بد زيري نه وي، خو هغه د نورو پراخو هڅو غوښتونکي دي:

« له دې وروسته د افغان دولت اونړيوالې ټولني ټول چلونه او هنر پاي ته رسيدلي دي، نوره بله لاره نده پاتې، او دا هڅي بدي نه دي خو بسيا نه کوي».

جلالزي

کتونکي: عبدالباري حکيم