يوګاندا د اقتصادي لحاظه د پرمختګ په حال کښي ده
۱۳۸۶ بهمن ۱۶, سهشنبهاعلان
بين امللي ټولنه د افريقا د بحرانونوپه حلولوکی مسؤليت لري . د يوګاندا د جمهوري رياست په ماڼۍ کي هورست کيولر، د کانګو د دموکراتيک جمهورريت ختيځ ته اشاره وکړه ، چي هلته د بشر د حقوقو څخه تيری ، د ورځي موضوع ده . د کانګو دغه سيمه د يوګاندا په همسايه توب کښي پرته ده .
د جرمني جمهوررييس د يوګاندا اقتصادي پرمختګ ته په پاملرني سره وويل ،چي يوګاندا پرښه خوا روانه ده . خو په عين حال کي ده په کلو او اطرافو کي ډير غربت ته هم اشاره وکړه . دی به نن د يوګاندا په شمال کښي د هغو پخوانيو عسکرو سره هم وګوري ، چي کوچنيان وه، او په زور سره عسکرۍ ته بيول سوي وه.