1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې امريکايي ترهګري څه غوښتل

۱۳۸۸ اسفند ۲۴, دوشنبه

ښايي سړي ددې تصور ونشي کړای، چي يوه امریکايي مېرمن، چي زيړ ورېښتان، او شنې سترګي ولري ونه يي 150 سانتي او وزن يې 45 کيلو ګرامه وي، هغه دي یوه اسلامي ترهګره وي...

https://p.dw.com/p/MTfY
انځور: Kai Jünemann

خو خبره داده چي په دغه صفاتو سره يوه امریکايي مېرمن ددغه هیواد د پنسلوانيا په ایالت کي د ترهګرۍ په تورنیول سوې وي، او اس په بند کي شپې او ورځي تیروي. دا پخپله په انټرنيي کي ځان دDschihad Jane په نامه يادوي، او دا دې ته چمتو ول، چي يو سويډ نی، چي د محمد کاریکاتور يي کښلی و،هغه ووژني. دا په همدې تورنیول سوې ده.

د هغې يوه ملګرې وايي، د انديښنې وړ خبره داده، چي ترهګري دلته نژدې زموږ په خواکي پيدا سوې نه ده بلکي د سمندر په ها خوا په زرهاو کيلومتره لري. دا پخپله ځان جهاد جين بولي او غواړي چي یو عمل وکړي ترڅو،چي د هغه مسلمانانو سره، چي زوريدلي اویا زوریږي یوه مرسته کړې وي. دغه امریکايي مېرمن، چي اوس پخپله ځانته په اصطلا جهاد جين وايي اصلي نوم يي کولين لا روزي ده. 46 کلنه ده او لږ تر لږه تراوسه دوه واري يي واده هم کړی،خو ماشومان نلري.

د تيرکال د آګست تر میاشتي پوري کولين لا روزي د خپل ملګري سره، چي کورت ګورمن نوميده په فیلدل فیا کي عادي ژوند تيراو. خو کله چي ملګری يي خبر سو، چي ملګرې يي په اصطلا دوې څيرې لري نو د CNN سره په يوه مرکه کي وايي:

«دا کار ددې د شخصیت سره سمون نه لري دې ښحي زما د ناروغ پلار تر هغه وخته خدمت کاوه چي ژوندی وو.»

د امریکا د متحده ایالتونو څارونکي وايي، مېرمن کولين لا روزي، غوښتل، چي دا کار وکړي او د ترهګرۍ په يوه عمل لاس پوري کړي. د تير کال په دوبي کي ددې د ملګري د پلار د مړيني څخه وروسته دغه 46 کلنه مېرمن دشپې د خپل ملګري پاسپورت غلا کوي او غواړي سويډن ته ولاړه سي او هلته هغه سويډنی، چي د حضرت محمد کاريکاتور يي رسم کړی ووژني.

دغه مېرمن مسلمانه سوي، او دا يې هم غوښتل، چي د یوه ګوماني ترهګر سره واده وکړي تر څو، چي هغه وسي کړای اوروپا ته سفر وکړي. خو بيا داسي عوامل رامنځ ته کیږي، چي دغه مېرمن بيرته د امریکا متحده ایالاتو ته را ستنه سي او په امریکا کي دا بندي کیږي.

بايد وويل سي، چي دا لومړۍ امریکايي تبعه نده چي مسلمانه سوې او غواړي په اصطلا جهاد وکړي. ددغه کسانو شمېر په امريکا کي لسهاو ته رسیږي، چي دغه مساله د امریکایانو لپاره نوي اندېښنې او سرخوږی را منځته کړی.

ARD/ ZDF/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل