1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې سختې زلزلې اکوادور لړزولی دی

۱۳۹۵ فروردین ۲۹, یکشنبه

د اکوادور ساحل ته پرته سيمه د ۷،۸ په مقدار يوې زلزلې لړزولې ده. چارواکو د قربانيانو شمېر وار په وار پسې لا لوړ اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1IXAz
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Ramos
لومړی په پلازمېنه کيتو کې د «خورا ډېرو اوښتو زيانونو» څخه خبرې کېدلې، ورسته بيا اټکلونه وار په وار پسې لوړېدل. مرستيال ولسمشر، خورګه ګلاس لومړی له ۱۶ مړو څخه خبرې کولې، بيا يې ۲۸ ياد کړل، خو اوسمهال چارواکي د لږ تر لږه ۴۱ مړو اټکل کوي.

د تازه راپورونو له مخې د مړو شمېر ۷۷ تنو ته رسېدلی دی. په تېره بيا د پورتو ويو، مانته او ګواياکيل په نوم ښارونه ډېر زيات اغېزمن شوي دي. د ګلاس په خبره پوليس او ملي ګارد سيمې ته استول شوي دي څو په زلزله ځپلو سيمو کې د لوټمارۍ مخه ونيسي. بېړنی حالت همداراز اعلان شوی دی.

د اکوادور د ځمکپوهنې د انستيتوت د لومړنيو راپورونو له مخې د زلزلې مرکز د سويلي امريکا د دغه هېواد په شمال لويديځ کې پروت دی. د سونامي پاسيفيک مرکز د لسګونو هېوادونو له پاره د سمندر له تندو څپو څخه خبرداری ورکړی دی. داسې وويل شول چې د سمندر د اوبو موجونه کېدای شي يو متر جګوالی ولري.

سيمه يزو رسنيو د اکوادور د ساحل په اوږدو کې د ګڼ شمېر وړو زلزلو په هکله راپورونه هم ورکړي دي. د زلزلې اصلي ټکانونه په ډېر شمېر ښارونو کې محسوس کېدل. د رسنيو په حواله په ډېرو ځايونو کې برېښنا او د تليفون مزي قطع شول، آن په پلازمېنه کيتو کې.
Kolumbien Schäden in Cali nach Erdbeben in Ecuador
انځور: picture-alliance/dpa/C. Escobar Mora

د «ال کومېرسيو» په نوم ورځپاڼه کاږي چې تر ټولو سخت ټکانونه په اسمېرالدا نومي ښار کې رامنځ ته شول. په ګاونډيو هېوادونو کې، يعنې د پېرو په شمال او د کلمبيا په سويل کې هم ټکانونه محسوسېدل.
ولسمشر رافايل کوريا پر ولس باندې غږ کړی دی چې د سونامي د خطر له کبله دې هغوی له ساحلي سيمو څخه ډډه وکړي. نوموړی د زلزلې پر مهال په اروپا کې وو. د تيوتر د لارې يې خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ.
اکوادور د پاسيفيک يا آرام سمندر د «اور د حلقې» په سر پروت دی. دغه د اورغورځونکو غرونو لړۍ په داسې يو ځای کې قرار لري چيري چې د څو لويو وچو يعنې قاره يي او د سمندرونو طبقې سره جوختې پرتې دي. هغه تل په خوځښت دي چې له کبله يې تل په پر له پسې ډول واړه يا پراخ ټکانونه رامنځ ته کيږي.