1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې مور خپل دوه کوچنيان ۷کاله په کور بنديان کړي ول

۱۳۹۵ آبان ۱۰, دوشنبه

يوې سويسۍ ښځي چي په هسپانيا کي ژوند کوي، اووه کاله ئې خپل کوچنيان په کور کي د بنديانو په شان ساتلي ول. د يوې لور د شکايت په سبب دغه راز برملا سوی دئ.

https://p.dw.com/p/2Rv29
Symbolbild Menschenhandel Zwangsprostitution
انځور: Fotolia/Yuri Arcurs

په سويس او هسپانيا کي د کوچنيانو د زورولو موضوع اوس د ورځني ژوند يوه برخه گرځېدلې ده. د هسپانيا په بندري ښار اليکانته، کي پوليسو داسي يو هلک او نجلۍ آزاد کړي دي چي نژدې اووه کاله ئې د مور له لاسه په انزوا کي ژوند کاوه او له دباندي نړۍ سره ئې هيڅ تماس نه لاره.

د هسپانيا خبري آژانس (EFE) د شنبې په ورځ خبر ورکړ چي د دغو دوو ځوانانو مور چي ۴۹ کلنه سويسۍ او د هغې ۳۰ سويسی انډيوال پوليسو نيولي دي. دغه دواړه چي له ۲۰۰۹م کال راهيسي د هسپانيا په جنوب کي ژوند کوي، په کورني زورزياتي تور سوي دي.

د دغي ښځي ۱۵کلن زوی او د هغه ۱۷ کلني خور ښوونځي ته د تگ او تحصيل اجازه نه لرله. هغوی ته له دباندي سره د هيڅ شان اړيکو، تليفون او انترنيت اجازه نه ورکوله کېده. هغوی حتي ډاکټر او روغتون ته د تگ اجازه نه لرله.

دوی دواړو کله نا کله يوازي کولای سوای چي له خپل سپي سره دباندي قدم ووهي او د سودا له پاره لنډ پلورنځي ته ولاړ سي. دغي مور خپل اولادونه په مرگ گواښلي ول او په سوټو ئې وهل. ويل کيږي چي د دغو دواړو ځوانانو مشر ورور په سويس کي ژوند کوي او ښوونځي ته تللی دئ.

يووخت د دغه کور نجلۍ توانيږي چي له ټولو بنديزونو سره سره په هسپانيا کي د «آنار» په نوم موسسې ته چي له کوچنيانو سره د مرستي په برخه کي فعاليت کوي، يو برېښناليک ولېږي او هغوی بیا دغه خبر پوليسو ته سپاري او پوليس بیا د څېړنو له پاره دغه کور ته ورځي او هلته موضوع ته متوجه کيږي.

د سويس «بليک» ورځپاڼه ليکي چي دغي ښځي پوليسو ته ويلي دي چي له اولادونو سره د زورزياتي خبر دروغ دئ. خو د هغې لور پوليسو ته ويلي دي چي زورزياتی ورسره سوی دئ.

دغه ځوان هلک او ځوانه نجلۍ اوس په هسپانیا کي د ځوانانو د ساتلو مرکز ته سپارل سوي دي.

نور مطالب: