1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې چينايي کښتۍ زيگنال کشف کړی دی

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۱۶, شنبه

یوه چینایي بیړۍ چې د مالیزیا د ورکې شوې الوتکې د پلټنو په عملیاتو کې برخه لري یو زیگنال کشف کړی دی. خو دا خبره لا څرگنده نه ده، چې آیا دا به د ورکې شوي الوتکې د «بلېک بوکس» د زیگنال څپي وي که نه.

https://p.dw.com/p/1Bcau
انځور: picture alliance/ZUMA Press

د چین دولتي خبري آژانس «شین هوا» د شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د اپریل میاشتي ۵) خبر ورکړی دی دغه زیگنال د چین د هایکسون 01، نومې بیړۍ کشف کړی دی، کومه چې د ورکي شوي مالیزیایي الوتکې پسې د پلټنو په عملیاتو کې برخه لري. دغه عملیات د هند د سمندر په سویلي برخه کې ادامه لري.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه زیگنال د سویلي عرض البلد په ۲۵ درجو او د ختیځ طوالبلد په ۱۰۱ درجو کې کشف شوی دی چې فریکونسي یې ۳۷،۵ کیلوهیرتڅه ده.

د چین دولتي تلویزون ویلي دي چې دا خبره لا تر اوسه نامعلومه نه ده چې دغه زیگنال به د مالیزیا د تري تم شوي الوتکې د «بلېک بوکس» وي او که نه. دغه الوتکه د مارچ میاشتې له اتمې نیټې راهیسې چې پکښې ۲۳۹ تنه سپاره ول، ورکه ده. ورکه شوې الوتکه د مالیزیا له پلازمېني کوالالمپور څخه د پېکینگ پر لور الوتې وه.

د آسترالیا حکومت چې د الوتکې د پلټني د عملیاتو همغږي کوي، لا تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د مالیزیايي چارواکي د سټلایټونو له خوا د ورکړل شوو ارزونو پر مټ په دې باور دي، چې دغه الوتکه د خپل اصل خط سير تر بدلولو وروسته د آسترالیا تر لویدیځ ساحل ډیر وړاندې د هند په سمندر کې نسکوره شوې ده.