1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو افغان تر ۱۴ کلونو وروسته له ګوانتانامو آزاد شوی

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۷, چهارشنبه

هغه افغانه کورنۍ چې غړی یې تر ۱۴ کلونو وروسته له ګوانتانامو زندان څخه متحده عربي اماراتو ته لیږدول شوی دی، وایي چې د خپلې کورنۍ د غړي لیدو ته سترګې په لار دي.

https://p.dw.com/p/1JjZu
انځور: dapd

د افغانستان په خوست ولايت کې د دغې کورنۍ غړي وایي چې عبیدالله اوس تر «۱۴ کلونو وروسته په کیوبا کې د امریکا په زندان کې تر وخت تیرولو وروسته آزادیږي». هغو زیاتوي چې د عبیدالله لیدو ته سترګې په لار دي.

دعبیدالله ورور فضل کریم، وایي چې کورنۍ یې ګوانتانامو ته سفر نه شوای کولی چې عبیدلله وویني. خو هغه هیله څرګندوي چې و به شي کولای متحده عرابي اماراتو ته سفر وکړي او هلته له خپل ورور سره تر ډیر وخت وروسته وویني.

هغه ویلي دي: «موږ په ګونتانامو کې د عبیدالله د لیدو له پاره کیوبا ته سفر و نه شوای کړای خو زه هیله لرم چې و به شو کولای چې هغه په متحده عربي اماراتو کې مخامخ ووینو.»

عبیدالله ۱۹ کلن وو چې د امریکایي ځواکونو له خوا ونیول شو. هغه وخت د عبیدالله زوی یوازې یوه ورځ عمر لاره. کریم ویلي دي: «اوس د هغه زوی ۱۴ کلن او تنکی ځوان دی.»

فضل کریم ویلي دي لومړي ځل یې یوه میاشت مخکې له خپل ورور څخه واوریدل چې له ګوانتامامو څخه به آزاد شي.

د عبیدالله کورنۍ د سه شنبې په ورځ له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره خبرې کړې دي. تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاګون وویل چې له ګوانتانامو زندان څخه ۱۲ یمني او درې افغان وګړي متحده عربي اماراتو ته لیږدول شوي دي.

په ګوانتامو کې اوس ۶۱ بندیان ساتل کیږي. دغه زندان په ۲۰۰۲م کال کې پرانیستل شو چې هغه کسان چې له طالبانو او القاعدې سره د اړیکې په تور د امریکایي ځواکونو له خوا نیول شوي وو، پکښې وساتل شي. د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش، د واکمنۍ پر مهال له دې زندان څخه ۵۳۲ بندیان آزاد شول. دغه کسان افغانان او د سعودي عربستان وگړي ول.

په دې زندان کې ډېر کسان پرته له کوم رسمي تور څخه ساتل کیږي. تیر کال هم له ګوانتانامو څخه پنځه تنه بندیان متحدو عربي اماراتو ته ولیږدول شول.

کریم ویلي دي چې د ورور مدافع وکیل یې ورته ویلي دي چې عبیدالله به لومړی د یوې مودې له پاره یوه دریم هیواد ته ولیږدول شي او تر هغه وروسته به په بشپړه توګه آزاد شي. د هغه په خبره عبیدالله به د شپږو میاشتو او یوه کال تر منځ وخت په متحدو عربي اماراتو کې تیر کړي.

د گوانتانامو زندان دننه انځورونه