1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو امريکايي ډيپلوماټ په افغانستان کي د UNAMA مرستيال و ټاکل سو

۱۳۸۸ فروردین ۶, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د يوې پریکړي له مخه امریکايي ډيپلوماټPeter Galbraith به په افغانستان کي د ملګرو ملتو د خاصي ادارې مرستيال وي او د افغانستان او پاکستان په چارو کي به د امریکايي ډيپلوماټRichard Holbrooke سره مرسته کوي...

https://p.dw.com/p/HK9q
د ملګرو ملتونو د ټولني نښان
د ملګرو ملتونو د ټولني نښان

رويتر خبري اژانس په خپل يوه پروني رپوټ کي ليکي چي 58 کلن Galbraith چي پخوا په کوارثياکي د امر يکا دمتحده ايالاتو لوي سفيرهم و يو ډیر په کار پوه ډيپلوماټ بلل کیږي او په تيره بیا دبشري مرستو او پرختیايی چارو په برخه کي د زیاتو تجاربو خاوند دی. ويل کيږي چي دی به وسي کړای چي په افغانستان کي د روانو حالاتو په بهير کي چي دولسمشرۍ ټول ټاکني هم په مخ کي دي په دغه دنده کي ډیر ګټور ثابت سي.

د يو بل خبر له مخي ملګرو ملتونو هغه آوازې رد کړي دي چي ويل سوی و د امریکا متحده ايالات په افغانستان کي د ملګروملتونو د ټولني د خاص استازي نارويږي Kai Eide له کاره څخه ناراضي دي او غواړي چي د هغه پر ځای دي يو امریکايي ډيپلو مات ونومول سي. خو داهم کيدای سي چي په افغانستان کي دKai Eide د مرستيال په توګه د امریکايي ډيپلو ماټGalbraith نو مول د روغي جوړي يوه پرېکړه وي.

د همدې روان ميلادي کال د مارچ د مياشتي په 17 نېټه انګريزۍ ورځپاڼيTimes د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا دمتحده ايالاتو د خاص استازيHolbrooke له قوله ليکلي ول چيEide يو ډیر بېکاره او غير فعاله سړی دی . خو وروسته دغه خبر خوشي یوه آوازه بلل سوې وه .

د ملګرو ملتونو د ټولني وياندهMontas د عمومي منشي بان کي مون له قوله وايي :«کله چي دوې اونۍ دمخه د ملګروملتونو د ټولني لوی منشي بان کي مون د امریکا د متحده ایالاتو دولسمشر بارک اوباما سره په واشنګټن کي کتلي وه، اوباما په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ټولني د خاص استازيKai Eide له نقش او کاره څخه خپل پوره رضايت ښودلی و.

Reuter/ ضياالحق فضلي

کتونکی: زيارمل