1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو انسان څرنگه د بل انسان وينو ته تږی کيږي؟

احمدولي اڅکزی (ډېنيس شټوټه)۱۳۹۳ آذر ۲۸, جمعه

د اعصابو او ارواپوهني متخصص توماس اېلبېرت وايي چي د پېښور د بريد عاملان او ورته ترهګر په رواني توګه داسي ناروغه نه وي چي د ژوندانه کارونه پر مخ نه سي بېولای.

https://p.dw.com/p/1E7JD
انځور: AFP/Getty Images/A Majeed

د آلماني کارپوه توماس اېلبېرت په خبره د يوه عام سړي له پاره دا د حيرانتيا خبره ده، چي يو انسان څرنګه داسي ظالم سي چي ولسي خلک او حتی کوچنيان په دغسي بې رحمۍ سره ووژني؟ د هغه په وينا دا په دې توګه ممکنه کيږي چي د دغه وژنو فاعلين دغو انسانانو ته له سره د انسان په سترګه نه ګوري، بلکي ورته د حشراتو يا حتی يو بد شي په سترګه ګوري.

دغه آلماني کارپوه د دويچه ويله د دې پوښتني په جواب کي چي يو انسان څرنګه بل انسان ته چي زارۍ کوي، ژاړي او د رحم غوښتنه کوي د حشرې يا يو څيز په سترګه کتلای سي، وويل:

پروفيسور توماس اېلبېرت وايي چي هر څوک قاتل جوړېدلای سي
پروفيسور توماس اېلبېرت وايي چي هر څوک قاتل جوړېدلای سيانځور: Universität Konstanz

«دا هغه وخت ممکنه کيږي، چي دغه کس کرکه کول زده کړي وي او تر لاس لاندي انسانانو ته په داسي کرکه ګوري لکه هغه چي د ښامار بچيان وي. داسي کرکه د بېلګي په توګه په جګني او يا ورته حالت کي رامنځ ته کيږي کله چي څوک نه پوهيږي چي نور به ژوند څرنګه پر مخ ځي. په داسي يو حالت کي بيا پوښتنه رامنځ ته کيږي چي څوک د کرکي وړ دی. دا هغه وخت دی چي يو تبليغ کوونکی له کرکې سره مخامخ انسان دماغ اړولای سي او يو بل شخص يا ډله يې د کرکي منبع ګرځولای سي. په داسي صورت کي حتی دغه وژونکي کس ته دا مزه ورکوي او زړه يې په سړيږي چي قرباني يې ورته زارۍ کوي او يا ژاړي.»

هغه وخت چي دولتي واکمني له منځه ولاړ سي

توماس اېلبېرت له څو کالو راهيسي د بشر ضد جنايتونو د فعالينو پلټني او څېړني کوي. هغه په دې ترڅ کي له ډيرو داسي کسانو سره مرکې کړي دي، چي په بې رحمۍ سره د نورو انسانانو د وژنې مرتکب سوي دي.

اېلبېرت وايي، کله چي په يو هيواد يا سيمه کي دولتي واکمني له منځه ولاړه سي نو داسي ګواښ رامنځ ته کيږي چي د ځوانانو ډلي د جنايتونو په ډګر کي يو له بل سره سيالي کوي.

هغه وايي ډېر لږ وخت داسي پيښيږي چي په دغو کسانو کي مېرمني وي. د هغه په خبره دغه شان کسان يوازي نارينه وي.

د اېلبېرت په وينا له ډيرو جنګي جنايتکارانو څخه يې پوښتلي دي، چي کله چي يې پر کوم کلي باندي يرغل کړی او هلته يې خلک په ډله ييزه توگه وژلي وي، نو څه ډول احساس يې درلود. دی وايي له دغو جنايتکارانو څخه ډيرو ورته ويلي دي چي په لومړي سر کي ورته د انسانانو وژل سخت کار وو، خو وروسته د وينو په داسي تنده اخته سوي دي چي وژنه ورته خوند ورکوي او يو ډول اعتياد يې وګرځي.

د انسان وژنه لکه اعتياد

د اېلبېرت په وينا د دغه جنايتکارانو په بدن کي داسي هورمونونه توليديږي چي له مخدرو موادو سره مقايسه کېدلای سي. د هغه په خبره ځينو پوښتل سوو جنايتکارانو ورته ويلي دي چي حتی د شپې له خوا له خپل کمپ څخه يوازي وتلي، د دې لته پاره چي په بې رحمۍ سره انسانان ووژني.

د دې پوښتني په جواب کي چي آيا د انسان وژني په تړاو د رحم له لاسه ورکول په هره ټولنه کي ممکن دي که څنګه؟ اېلبېرت وايي: «داسي معلوميږي چي دا هر چيري او په هره ټولنه کي ممکنه وي. موږ دغه پديده په پنځو سترو وچو څېړلې ده. په هر ځای کي دا ممکنه ده چي انسانان د نورو انسانانو د وينو تږي سي، د هغوی په ښکار ووزي او هغوی ووژني.»

د دې پوښتني په جواب کي چي آيا هر انسان په ځانګړو حالاتو کي په يوه انسان وژونکي بدلېدلای سي؟ اېلبېرت وويل: «ځيني استثناوي به خامخا وي، خو هو له بده مرغه چي هر انسان په داسي يو وژونکي بدلېدلای سي. په زیاته بيا هغه وخت يو انسان د بل انسان وژلو ته هڅول کېدلای سي چي عمر يې لا د ځوانۍ وي.»