1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو شمير ماشومان لا هم په جګړو او کشمکشونو کې راښکيل دي

۱۳۸۸ شهریور ۲۵, چهارشنبه

پداسي حال کښي چه د ملګرو ملتونو ټول ۱۹۲ غړي هيوادونه په جنګو او کشمکشو کښي د کوچنيانو د ورشامليدو مخالف دي ،او بايد هغوی د تشدد او زور څخه وساتل سي ،خو بيا هم په وسله والو شخړو کښي د کوچنيانو حالت د تشويش وړ دی.

https://p.dw.com/p/Ji5C
په عراق کې ماشوم عسکر
په عراق کې ماشوم عسکرانځور: picture-alliance/ dpa

سريلانکايي حقوق پوهه راديکا کُماراس واماي پدې باب وايي:

«موږ د پخوا په ډول کم سنه عسکر لرو ،موږ په جنګو او کشمکشو کښي د کوچنيانو په مقابل کي د ناوړه تيري پيښي پيژنو . پر مکتبو او روغتونو باندي حملې ډيري زياتي دي ،او اکثرأ د کوچنيانو سره د انساني کومک مخنيوی کيږي . دا ټول د کوچنيانو په مقابل کي سخت اعمال دي.

دغه ډول پيښي د نړۍ په ډيرو هيوادو کښي رامنځته کيږي.»

کُماراس وامای په ډيرو وسله والو شخړو او کشمکشو کښي د کوچنيانو څخه يو خاص تصوير لري . په ژنيو کښي خپور سوی ددې په هغه رپوټ کښي چه د ملګرو ملتو د بشر د حقوقوشورأ ته يې وړاندي کړی دی، دا د هغه څخه يو متوسط بيلانس ورکوي او وايي:

«موږ اټکل کوو چه په اوس وخت کښي په ټول جهان کښي ۲۵۰۰۰۰ کم سنه عسکر موجود دي . دا د لسو کلو د تر مخه په نسبت يو څه کم دي ، ځکه چه د سِراليون او ليبريا غوندي غټ جنګونه ختم سوي دي . او ځکه نو هغه په اول قدم کښي لږ معلوميږي. لس کاله د مخه ډير هيوادونه موجود وه، چه په حکومتي قواوو کښي يې کم سنه عسکر شامل وه ،خو اوس د هغو تعداد ۴يا ۳ هيوادو ته راکم سوی دی.
هغه کسان چه اوس هم کوچنيان جنګو ته ليږي ، زيادتره غير دولتي ګروپونه او وسله وال بانډونه دي.»

د کُماراس وامای رپوټ ددغو هيوادو نومان هم يادوي ، اووايي چه په چاد ،سوډان او دکانګو په ديموکراتيک جمهوريت کښي نه يوازي ياغيان ، بلکه حکومتي پوځ هم کوچنيان عسکرۍ ته بيايي ،او په جنګو کښي يې شاملوي. په ډيرو نورو افريقايي هيوادو ،او همدارنګه برما او نيپال کښي غير دولتي مليشې په ډيره اندازه دکوچنيانو څخه د عسکرو په حيث استفاده کوي.

د ملګرو ملتو دغه خاصه نماينده وايي، چه جنګونه اوس زيادتره د ملکي خلګو پر اوږو ورلويږي ،او ځکه نو د کوچنيانو څخه زيادتره په تشدد کښي استفاده کيږي.

د بله طرفه د کوچنيانو په مقابل کي د جنسي تيري پيښي هم مخ پر ډيريدو دي. په ډيرو وسله والو شخړو کښي د بُرنډي څخه نيولې بيا تر هايتي پوري په دې وروستيو کلو کښي د ځوانو نجونو په مقابل کي د تيري پيښي ډيري سوي دي.

د ترهګرۍ ضد عملياتو په جريان کښي په کثرت سره کوچنيان بنديان کيږي ، او د شکمنو ترهګرانو د پټ ځايونو د بمباريو په نتيجه کښي ډير کوچنيان وژل کيږي ، چه د مسؤلو نظاميانو لخوا د جانبي تاوانو په سترګه ورته کتل کيږي.

کُماراس وامای سربيره پر دې چه يو متوسط بيلانس ورکوي ،بيا هم پدې عقيده ده چه د بې عدالتۍ په مقابل کي يو ذهنيت رامنځته سوی دی. مشکل پيژندل سوي، او د وسله والو شخړو څخه د کوچنيانو د ساتلو بين امللي قواعد هر ځای اعتبار پيدا کړی دی. خو هغه نور هم بايد په ښه ډول سره تطبيق سي. پدې لار کښي دا مهمه ده چه هغه څوک چه سربيره پر دې کوچنيان عسکرۍ ته بيايي، بايد جزأ وويني. مثلأ په جنګي بين امللي محکمه کښي، خو ښه به لا داوي چه هغوی په ملي سطح محاکمه سي ،او بين امللي قواعد د يوه هيواد په سطح هم تطبيق سي.

قاسم نوری
کتونکی: يحیی وردک