1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو شمېر آلماني عسکر په افغانستان کي په روحي ناروغيو اخته سوي

۱۳۸۸ مهر ۲, پنجشنبه

په جرمني کي دوو نامتو ورځپاڼو ليکلي، په آلمان کي د هغو عسکرو شمېر ورځ تر بلي زياتيږي، چي په بيلا بيلو روحي ناروغيوو اخته دي...

https://p.dw.com/p/Jnxz
په افغانستان کي آلماني عسکر د پوځي عملياتو پر مهال
په افغانستان کي آلماني عسکر د پوځي عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

څنګه چي په خبری رسنيو کی ويل شوی دي ، په دی څو وروستيو مياشتو کی په آلمان کي دهغه عسکرو په شمير کي ورځ په ورځ زياتوالی لیدل کیږی ، چي په روحي دردونو اخته شوی دي . څنګه چي د Rehin Zeitung او

Süddeutsche Zeitung په نامه آلمانۍ ورځپاڼو د پنجشنبي دورځي په ګڼوکي لیکي،په تيره بيا هغه آلماني عسکر، چي افغانستان ته استول شوي زياتره د افسردګي او د نورو رواني نارغيوله امله زوریږي.

نوموړي ورځپاڼو دغه خبر دآلمان دليبرال دیموکرات دګوند د وکيلي Elke Hoff دهغه استعلام په قول سره خپور کړی چی دالمان داتحادی پارلمان ددفاعي چارو دجرګه ګي څخه يې کړي.

څنګه چی د Rhein Zeitung پاڼه لیکی یواځی دهمدی روان میلادی کال په لمړيو شپږو میاشتو کی دهغه عسکرو په شمير کی چي نوی په روحي بیلا بيلو نارغیو اخته شوی دی ، په سلو کي 35 زياتوالی ليدل کیږی.په تيرکال کي دهغه آلمانی عسکرو شمير چي په بهر کی دخدمت نه وروسته به روحی ناروغیو اخته شوی و به رسمي ډول سره 245 ښودل شوی چي له دغي ډلۍ څخه 226 يي په افغانستان کی و . خو دسږ کال يواځي په لمړيو شپږو میاشتو کی 163 نور عسکر به روحي بيلا بيلونارغیو اخته شوی. بايد وويل شی چی دغه شميري رسمی شميری دي په داسي حال کی چي کيداي شی ډير نور عسکر هم به دغه راز نارغیو اخته وی خو نه غواړی چی حال ووايي.

د Süddeutsche Zeitung ورځپاڼه دآلمان ددفاعي چارو دوزارت يوي بلۍ نيمګړتيا ته ګوته نيسي او لیکۍ چی ددغه هيواد په اردو کي ساپوهان يا دروحي ناروغیو طبيبان ډيرکم دي. د آلمان د پوځی کلينیکونو دساپوهی یا روحی نارغیو دڅانګي دپاره 40 کسه ساپوهان يو دروحي نارغیو متخصصين په نظر کی نیول شوی خو عملا دساپوهانو او دروحی نار وغیو نیمايی بستونه تش دی . اوپه افغانستان کی د4500 آلمانی عسکرو دپاره يواځی يو سا پوه يا دروانی چار متخصص شته.

د Rehinzeitungپاڼه په افغانستان کي دآلمانی عسکرو دروانی ربړو په اوړوند پخپله تبصره کی داهم لیکی چي » په روان وخت کی دآلمان ډیرکي ولس له دی سره مخالفت کوی چي په افغانستان کی دي آلمانی عسکر نور پاتي شی خو په عین وخت کي دډیرو ښايی داخبره له یاده وتلی وی چی دآلمان عسکر ولی او دکومي پریکړی به بنسټ افغانستان ته استول شويدی؟

افغانستان ته آلمانی عسکر دملګرو ملتونو دټولني دامن دجرګی دپريکړی په اساس دنړيوال سوله ساتونکو ځواکونه په چوکاټ کي ددغه هیواد داتحادی پارلمان په هدایت سره استول شوی خو بیا هم هسي چي ويل کیږی دغه عسکر او ددوي کورني تر سختو روحي فشارونو لاندی ژوندتیروي او دهغه لیکونو څخه چي آلمانی عسکرو دهندوکش په لمنه کي پروت هیواد افغانستان څخه خپلو کورنيو ته استوي څرګندیږی چی دغه افراد روحي مشورو او درملنی ته زیاته اړتیا لري . په تيره بيا مخکی له دی چی په ا فغانستان کی دآلمانی عسکرو دخدمت دمودی د بيا اږدولو په هکله پريکړه کیږی ، بايد يوځل بيا دعامه افکارو په وړاندی داموضوع روښانه کړای شی چي ولي المانی عسکر افغانستان يا نورو بحران ځپلو سیموته استول شوی او يا استول کيږي.

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل