1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو شمېر بهرنيان د افغانستان تابعیت غواړي

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۲۸, چهارشنبه

په داسي حال کي چي هره ورځ په سوو افغانان لوېديځو هيوادونو ته د تېښتي تلاښ کوي، د يوشمېر نورو هيوادونو وگړي بيا افغانستان ته ځي، چي د دغه هيواد تابعيت ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/18HLQ
انځور: DW/H. Sirat

امیر حمزه حلیموف شل کاله دمخه خپل هيواد تاجیکستان پریښود او افغانستان ته راغی. هغه په دې موده کې د نورو ټولو افغانانو په شان جگړه زغملې ده. کله چې په افغانستان کې جگړه ډیره سخته شوه، هغه پېښور ته گډوال شو او د حالاتو له آرامیدو سره سم، بیرته افغانستان ته ستون شو.

حلیموف اوس له خپلو دوو زامنو سره په یوه وړوکې خونه کې ژوند کوي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ورته ورکړې ده. هغه وایي چې په افغانستان کې د گډوالۍ د قانونه د نه شتون له کبله اوس په بې سرنوشتۍ کې ژوند کوي.

دغه تاجیک پناه غوښتونکی وایي: «تر اوسه پوري دلته قبول شوي نه یو. موږ ته یې کار نه دی راکړی. تر اوسه پوري به د کډوالو وزارت موږ ته اعاشه راکوله، خو اوس هغه هم قطع شوې ده. موږ اوس له دکانونو او مغازو پور اخلو او د ځان له پاره ډوډۍ برابروو.»

د حلیموف د کورنۍ یوه برخه په تاجیکستان کې ژوند کوي خو هغوی نه شي کولای چې له یو بل سره د تلیفون له لاري ارتباط ونيسي. حلیموف وایي چې که خپل هیواد ته ستون شي نو ژوند یې سل په سلو کې له گواښ سره مخامخیږي. حلیموف په تاجیکستان کې د کمیونستي حکومتونو پر ضد مبازره کړې ده.

سرگردان او بې سرنوشته

حلیموف وایي چې د تابعیت د نه لرلو له کبله له ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان دی. هغه زیاتوي: «شپږ کاله کیږي چې د عدلیې وزارت، کورونیو چارو وزارت، UNHCR، جمهوري ریاست، او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ سرگردانه یم.»

د افغانستان د کډوالو وزارت وایي چې اوس مهال په دې هیود کې د ایران، تاجیکستان، چین، پاکستان، بنگله دیش او عراق ۱۵۰ تنه وگړي ژوند کوي چې غواړي د افغانستان تابعت ترلاسه کړي.

د کشمیر خپلواکي غوښتونکي، د چین مسلمانان او تاجیک جنگیالي هغه کسان دي چې نه غواړي په هیڅ حالت کې هم بیرته خپلو وطنو ته ستانه شي.

حليموف له شلو کلو راهيسي په افغانستان کي ژوند کوي
حليموف له شلو کلو راهيسي په افغانستان کي ژوند کويانځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د بشردوستۍ د حس له مخې یې اوس څلورو تنو پناه غوښتونکو ته په خپل مېلمستون کې ځای ورکړی دی. حلیموف، دوه زامن یې او یو تن ایرانۍ اوس په دې مېلمستون کې اوسیږي.

د حلیموف دوه زامن په حبیبیه لیسه کې درس وایي. خو هغوی په ډیرو سختو شرایطو کې وخت تیروي. له دې کبله چې حلیموف او زامن یې د افغانستان تذکرې نه لري، نو هغوی نه شي کولای چې کار پیدا کړي.

د تابعیت د قانون نه شتون

اوس افغانستان د تابعت قانونه نه لري. د دې هیواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي چې اوس هغوی د دې قانون د مسودې د جوړولو په حال کې دي.

د افغانستان د کډوالو وزارت ویاند اسلام الدین جرات، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د پناهنده گۍ پر قانون باندې کار په شدت سره دوام لري. موږ هیله لرو چې دغه قانون به پاس شي او موږ وشو کولای چې د گډوالو وزارت په چوکاټ کې د پناهنده گانو ریاست جوړ کړو.»

جرات وایي چې د قانون د نه شتون له امله د کډ‌والو وزارت د پناه غوښتونکو د کارونو د تنظیم له پاره یوه مشخصه تگلاره نه لري. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر دې مخکې څلورو ایراني وگړو ته د افغانستان تابعت ورکړ.

دغو څلورو کسانو د طالبان د واکمني د تابعیت د قانون شرایط پوره کول. خو اوس افغان چارواکي وایي چې د طالبانو د واکمنۍ قوانین نور نه پلې کیږي او باید د پناه غوښتونکو له پاره نوی قانون رامنځ ته شي.

د دریم هیواد تابعیت لرل

ښاغلی جرات وایي چې په افغانستان کې پراته پناه غوښتونکې غواړي چې له دې هیواد څخه دریم هیواد ته گډه شي. هغه زیاتوي: «ډیر شمیر پناه غوښتونکي د یوه دریم هیواد تابعیت غواړي. له دې کبله چې هغوی افغانستان ته په اسانۍ سره راتلای شي، هغوی دلته راغلي او بیا یې په UNHCR کې د پناهنده گي عریضه ورکړې ده.»

په یو شمیر هیوادونو کې پناه غوښتونکې اجازه لري چې د خپل هیواد د رژیم پر ضد سیاسي فعالیتونه وکړي، خو په افغانستان کې لا تر اوسه پوري هغوی ته دغه ډول اجازه نه ده ورکړل شوې.

ښاغلی جرات په دې اړه وایي: «دوی اوس دلته په موقت ډول ژوند کوي او له دې کبله نه شي کولای د خپل هیواد د حکومتونو پر ضد فعالیت وکړي. په نوي قانون کې به دا خبره مشخصه شي چې آیا هغوی ته د دې کار اجازه ورکول کیږي او که نه.»
هغه پناه غوښتونکي چې افغانستان ته راغلي دي د خپل برخه لیک د روښانه کیدو غوښتنه کوي. هغوی د ژوند له پاره مشخص ځای نه لري او دې ته په تمه دي چې د قانون تر تصویبیدو وروسته، هغوی د افغانستان تابعیت ترلاسه کړي.