"يو شمېر بهرنيان يو ضعيفه افغانستان غواړي"
۱۳۹۱ بهمن ۱۰, سهشنبهښاغلي کرزي د سه شنبې په ورځ ( ۲۰۱۳کال د جنورۍ ۲۹) په کابل کې د "اوبو تنظیمولو ملي سیمنار" تر نامه لاندي یوې غونډي ته خبري کولې زیاته کړه چي د سولې شورا پرته د سولي په نوم هر ډول خبري اتري د افغانستان د کمزوره کولو هڅه ده.
د هغه په وینا په افغانستان کې بهرنیانو له یو شمېر کسانو سره د یوې دسېسې په بڼه ژمني کړي دي چې د سولې له لارې به یې واک ته ورسوي:
«خارجیان ځینو ته دا وعدې ورکوي چې راسئ، تاسو به له طالبانو سره علیحده کېښناوو او د سولي د عالي شورا له لاري له طالبانو سره خبرو ته مه کښېنئ دا فریب دئ او د افغانستان د تضعیفولو هڅه ده.»
سره له دې چې ولسمشر کرزي ونه ویل چې دغه کسان څوک دي، خو په ډاگه یې کړه چې حکومت یې د بهرنیانو له دغي دسېسې څخه خبر دی او دغه راز هرډول دسیسې به شنډي کړي.
نوموړي پر ټولو افغان سیاستوالو او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو اترو یوازنۍ مرجع د سولي عالي شورا ده چې په دې سره به د سولي د روان بهیر پایله یو پیاوړی افغانستان وي.
دا څرگندوني وروسته له هغې کیږي چې په قطر کې د وسله والو طالبانو له پاره د دفتر پرانېستني خبري لا هم تودې دي او تازه رپوټونه وايي چې د سولي خبرو په موخه د وسله والو طالبانو یو جگپوړی پلاوی هم پلازمینې دوحې ته رسیدلی دی.
دغه راز، دې غونډي ته افغان ولسمشر د افغانستان د اوبه په اړه هم څرگندوني وکړې او زیاته یې کړه چې د هېواد له اوبو څخه څرنگه چې په کارده هغسې استفاده نه کیږي.
د هغه په وینا د افغانستان له اوبو څخه زیاتره د افغانستان گاونډیان گټه اخلي چې په دې اړه باید ورسره خبرې اتري وشي:
«افغانستان ضرورت لري چې پر دغو اوبو بندونه او د برق دستگاوې جوړې کړي، موږ به ټول هغه کوښښ وکړو چې زموږ همسایه گانو ته د هغوی د حق سره سم اوبه ورسي، خو زموږ همسایه گان هم باید په دې پوه سي چې افغانستان هم د ترقۍ حق لري او دا حق هرومرو غواړو. په دې لاره کې موږ حاضر یو چې له خپلو همسایه گانو سره د دوستۍ پر بنسټ خبري وکړو چې حق و حقدار ته ورسیږي.»
په افغانستان کې د طبعي سرچینو څېړونکي وايي چې دغه هېواد د اوبو پراخي سرچینې لري، خو تراوسه پوري په سمه توگه گټه نه ده اخېستل شوې.
د څېړونکو په وینا که ددغو سرچینو پر رغولو لازمه پانگونه وشي نو لري نه ده، چې د څو کلونو په ترڅ کې به افغانستان له خپلي برېښنا برخمن شي او کرنیز اقتصاد به یې هم خورا وده ومومي.