1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو شمېر چينايي بانکونو له افغان بانکونو سره ډالري معاملې درولي دي

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۲, جمعه

یو شمېر چینایي بانکونو پریکړه کړې ده چې نور له افغاني بانکونو سره د ډالرو د انتقال معاملې نه وکړي. دوو چینایي لوړ پوړو بانکي چارواکو ویلي دي چې د دې پریکړي لامل ښايي د چین په شین جیانگ سیمه کې وروستي بریدونو وي.

https://p.dw.com/p/1C5FW
انځور: ChinaFotoPress/Getty Images

یوه چینایي بانکي چارواکي ویلي دي چې له دوو کلونو راهیسي په چین کې له افغاني بانکونو سره معاملي د نورو په پرتله تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي کېدې. دغه چارواکي همداراز زیاته کړې ده چې سیږ کال د چین په شین جیانگ سیمه کې د ناامنیو له کبله له افغاني بانکونو سره معاملې تر لا ډیرو سختو شرایطو لاندي راغلې.

په وروستیو میاشتو کې د چین په شین جیانگ سیمه کې يو لړ خونړي يرغلونه ترسره شوي دي. چینایي چارواکي دغه بریدونه له مسلمانو بېلتون غوښتونکو سره تړي. دغه چارواکي روښانوي چې مسلمان بېلتون غوښتونکي غواړي د چین شین جیانگ سیمه د «ختیځ ترکستان» په نوم خپلواکه شي.

د رویترز خبري آژانس د یوه چینایي بانکي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوي لیکلي دي: «دا کار [له افغاني بانکونو سره د ډالرو د انتقال دریدل] تر ډیره ځايه پوري د شین جیانگ د ستونزي له کبله ترسره شوی دی.» دغه چارواکي زیاته کړې ده: «د ختیځ ترکستان روزنیز ځای افغانستان دی.»

د دغه چارواکي په خبره له همدې کبله دغه بانک په افغانستان کې له خپلو معامله دارو بانکونو سره د پیسو د انتقال معاملې کنگل کړي دي.

د رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې همداراز لیکلي دي چې په دې اړه یې د چین مرکزي بانک پوښتنو ته ځوابونه نه دي ویلي. په همدې حال کې د افغانستان مرکزي بانک بیا دا خبره تائید کړې ده چې یو شمیر چینایي بانکونو له افغان تجارتي بانکونو سره خپلې معاملې کنگل کړي دي.

د چین په شین جیانگ کې د تیري پنجشنبې په ورځ یو برید ترسره شو چې په پکښې شاوخوا ۳۱ تنه ووژل شول او تر ۹۴ ډیر نور کسان ټپیان شول.