1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو نارينه په جراحي د نوي تناسلي آلت خاوند سو

دويچه ويله فارسي/ ن.ز۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

په امريکا کي يو ۶۴ کلن نارينه د نوي تناسلي آلت خاوند سو. دا په امريکا کي په دغه برخه کي لومړی پيوند دئ او ډاکتران ئې بريا ته خوشبينه دي. خپله ناروغه هم اميدوار دی چي نوی ژوند به پيل کړي.

https://p.dw.com/p/1IpcO
انځور: picture-alliance/dpa/S. Riley/Mass General Hospital

تامس منينگ چي درې کاله دمخه د سرطان په يوه نادره ډول اخته سوی او تناسلي آلت ئې قطع کړی وو، تيره اوونۍ د ماساچوست په عمومي روغتون کي جراحی سو.

ډاکټرانو د يوه بل نارينه چي تر مرگ دمخه ئې وصيت کړی وو چي د بدن غړي ئې نورو ته بخښي، تناسلي آلت تامس منينگ ته پيوند کړ.

د جراحانو د تيم رئيس داکټر کرتيس سترولو، «نيويارک تايمز» ته ويلي دي چي دوی «محتاطانه اميداوره دي». د هغه په خبره د ناروغ وضعيت ښه دئ، په تناسلي آلت کي د ويني جريان ښه پيوند سوی او وينه جريان لري او هيڅ داسي نخښي نښانه نسته چي د ناروغ بدن دي پيوند سوی تناسلي آلت ونه مني.

دغه جراحي ته چي له درو کالو راهيسي تياري نيول سوې وه ۱۵ ساعته ئې دوام وکړ. ډاکټر کرتيس سترولو وايي چي که ټول کارونه ښه پرمخ ولاړ سي ناروغ کولای سي په راتلونکو څو اونيو کي ادرار وکړي او څه موده وروسته به بيا جنسي اړيکو ته تيار يي.

تامس منينگ هم «نيويارک تايمز» ته ويلي دي چي ډېره خوشحاله دی، ځکه تر دې دمخه ئې جنسي اړيکي نه سوای کولای.

دغه شان يوه جراحي په لومړي وار په ۲۰۰۵م کال کي په چين کي وسوه، خو ډاکټران مجبوره سول چي لږ موده وروسته تناسلي آلت بيرته ليري کړي، ځکه ده او مېرمني ته ئې پردی وو.

دوهم وار دغه شان يوه جراحي په ۲۰۱۴م کال کي په جنوبي افريقا کي وسوه چي ډېره بريالۍ وه، ځکه دغه نارينه بيا په نوي تناسلي آلت سره د يوه زوی خاوند سو.