1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو نيم ميليون کوچنيان ښوونځيو ته شامليږي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۷, دوشنبه

د افغانستان د پوهني وزارت چارواکي وایي، داسي پلان ترلاس لاندي لري چې په را روانه میاشت کې به یې له مخې شاوخوا یو نیم ميلیون کوچنيان په ښونځیو کې شامل کړي.( انځور له آرشيفه)

https://p.dw.com/p/17l7k
Orzala Ashraf Nemat, afghanische Menschenrechts- und Frauenaktivistin mit Schülern aus der Nangarhar Provinz. Copyright: Orzala Ashraf Nemat
Afghanistan Orzala Ashraf Nemat Frauenaktivistinانځور: Orzala Ashraf Nemat

افغانستان هغه هیواد دی چې د پوهني نظام ته یې د کمزورتیا له اړخه ګوته نیول کیږي او تر څنګ یي ډیری ښونځي او زده کوونکي د زور پالو له سیستاماتیک تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

یوازي تیر کال پر نزدې پنځوسو ښونځيو يرغلونه شوي ول او ۷۷۱ ښونځي تړلي پاتي دي. د پوهني وزارت مشرتابه دا خبره نن دوشنبه (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ۲۵)په کابل کې د ښوونکو یوې غونډي ته وکړه. چارواکي وايي د دوی د پرله پسې هڅو سره سره لا هم په هېواد کې۲۰۰۰ ښونځي ودانۍ نه لري.

د ښوونکو او زده کوونکو ژوند ته لا هم ګواښونه موجود دي اولا هم په افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه کسان د سواد زده کړې له نعمته بې برخې دي.

افغان کوچنيان
افغان کوچنيانانځور: picture-alliance/dpa

د پوهني وزارت وياند امان الله ايمان له دويچه ويله سره په برخو کي وويل، په را روان پوهنیز کال کې به چې د ګوتو په شمیر ورځي ورته پاتي دي نزدې یو ميلیون کسانو ته دیرش زره ښونیز کوروسنه جوړ کړي او تر څنګ به یې۱۲ زره نوي مسلکي ښوونکي هم په کار وګوماري:

«سږ کال به یو اعشاریه څلور ميلیونه شاګردان جذب کړو، په نا امنو سیمو کې د نجونو د تعلیم د پرمختګ له پاره بېلا بېلي برنامې لرو، د هغوی د ښوونکو معاشونه به زیات کړو، او هغوی ته به تشویقي امتیازات د زده کړو په بدل کې ورکړو او هغو سیمو ته به ډير پام واړو چې په تعلیمي برخه کي يې په تیرو کلونو کې لږ پرمختګ درلود.»

هغه سیمي چې ویل کیږي د پوهني په برخه کې یې لږ پرمختګ کړی معمولاً د افغانستان په سویل او سویل ختیځ پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، هلمند اوارزګان کې دي.

دغه سیمي ځکه ویل کیږي په تیروو کلونو کې د پوهني تر چتر لاندي په سمه توګه نه دي رغلي چې هلته ياغيان فعال دي او د ښونځیو او ښوونکو له پاره ګواښونه جوړوي.

د پوهني وزیر وایې تر راتلونکو نهو کلونو پوري به د اتلسو څخه تر پنځه څلوېښتو کلنو کسانو تر منځ د بې سوادۍ کچه ډېره راکښته شي. ویل کیږي افغان دولت لا تراوسه هم په دې نه دی توانیدلی چي ټولو د شرایطو وړ کسانو ته ښوونځيو او پوهنتونونو ته د ورتګ زمینه برابره کړي، خو دولت هوډ لري چې هر کال خپل ظرفیتونه لوړ کړي.

امان الله ایمان وويل: «له امن څخه ډکو ښونځیو ته د زده کونکو لږ لاس رسی، د بودیجې کمی، د مسلکي ښوونکو کمښت او د مصئون چاپریال نه شتون هغه ستونزي دي چې له څو کلونو راهیسي د پوهني پر وړاندي موجودي دي.»

د افغانستان د ځینو جنوبي سیمو یو شمیر اوسیدونکو په کابل کې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله يې خپل کلي او کورونه پرې ایښي دي او ښارونو ته یې مخه کړې ده.

دا مهال په افغانستان کې نزدې اته میلیونه زده کوونکي په شاوخوا څوارلس زره ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي. د دې تر څنګ هر کال شپږ سوه زره تنو ته د سواد زده کړې کورسونه هم جوړیږي، چې د یوسل او نوي زره ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کیږي.