1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو واښکی انگور په لس زره يورو پلورل سوي

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ تیر ۱۹, شنبه

په توکيو کي د بولۍ پرمهال يو واښکی انگور په لس زره يورو پلورل سوي دي. د دغه واښکي هره دانه انگور د پينگ پانگ د توپ په اندازه ده.

https://p.dw.com/p/1JMB4
Weinland Radebeul
انځور: DW/E. Jahn

په جاپان کي د بولۍ پر مهال يو واښکی انگور په نزدې لس زره يورو پرول سوي دي.

په کنيشي پلورنځی کي د «رابي رومانس» په نوم انگورو واښکی ۹۸۰۰ يورو بيه لري.

تاکامارو کونيشي
انځور: picture alliance/Kyodo

د انگورو د دغه نوي راوتلي ډول د بولۍ گټونکي چي تاکامارو کونيشي، نوميږي د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل: «موږ پخپل پلورنځی کي انگور نندارې ته وړاندي کوو او خپلو مشتريانو ته يې د مزې څکلو له پاره وړاندي کوو.»

د انگور دغه واښکی ۳۰ دانې لري او د هري دانې بيه ئې ۳۲۷ يورو کيږي. د هري دانې غټوالی د پينگ پانگ د توپ په اندازه دی.

جاپانيان اغلباً په زړه پوري مېوې وړيا ورکوي. په جاپان کي چي هرکله د مېوي يو نوی ډول پيدا سي، دوی هغه بولۍ ته وړاندي کوي او پايلي ئې د رسنيو د خبرونو د سر ټکي گرځي، څو د بولۍ گټونکي ته اعتبار ورکړل سي.

په جاپان کي معمولي مېوې هم گراني دي. د بېلگې په توگه د يوې مڼې بيه نژدې ۲ يورو کيږي.