1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو ۱۲ کلن هلک د نړۍ تر ټولو لوړ غره ته خیژي

۱۳۹۴ مرداد ۲۸, چهارشنبه

د امریکايي هلک تایلر ارمسترانگ، د کورنۍ د وینا له مخه هغه غواړي چې د راتلونکي کال په پیل کې په نړۍ کي د يو غره تر ټولو لوړي څوکي ته وخېژي.غره ختونکي او کارپوهان خبرداری ورکوي.

https://p.dw.com/p/1GHZv
تايلر په ۲۰۱۳م کال کي د جنوبي امريکا په تر ټولو لوړ غره کي
انځور: picture-alliance/dpa/topwithtyler.com

تایلر ارمسترانگ، غواړي رکارد مات کړي. آیا د هغه مور او پلار به دی دې کار ته اړ ايستلی وي؟ او که یا دوی درو سرو په گډه ریکارد ماتلو ته ملا تړلې ده؟ په هر صورت، د دغه هلک کورنۍ اعلان کړی دی چې د هغوی اوس یولس کلن زوی غواړي په راتلونکې کال کې د نړې تر ټولو د لوړغره څوکې «ایورست» ته چې ۸۸۵۰ متره لوړه ده، وخیژي.

هغه وخت به تایلر دوالس کاله او څلور میاشتي عمر ولري او یو نیم کال به د خپل هیواد وال، جوردن رومیروو په پرتله کوچنی وي. روميرو په ۲۰۱۰م کال کې د تبت له شمالي څنډې څخه د همالیا د غره لوړي څوکې ایورست ته ووخت. هغه په نړۍ کې يوازنی ځوان غر ختونکی دی چې تر ټولو لوړي څوکي ته ختلی دی.

د غره په لوړه لمن کې اوښکې

حتی په هغه وخت کې چې جوردن رومیرو، دغه غره ته وخوت، دا بحث رامنځ ته شو چې آیا دا د مسئولیت وړ دی چې یو هلک د ایورست څوکې ته په ختلو سره خپل ژوند په خطر کې واچوی؟

ښايي هغه د خپلې کورنې د لوړ ارمان قرباني شي. یو بل غرختونکی چې په ۲۰۱۰م کال کې ایورست ته د ختلو په حال کې وو، دویچه ویله ته وویل چې په هغه وخت کې کله چې کوچنی جوردن د دغه غره ۷۰۰۰ مترۍ ارتفاع ته ورسید، نو په ژړا او انگولا یی پیل وکړ، خو د هغه مور او پلار، بې له دې چې د خپل ماشوم وضعیت ته پام وکړی، هغه يې دلاسا کړ. وروسته رومیرو د طوطی په شان دا خبره تکرار کړه چې «هو! دا د هغه خپله غوښتنه وه چې د ایورست څوکي ته وخیژي.»

د تبت شمالي اړخ
د تبت شمالي اړخانځور: DW/S. Nestler

کمزوري مقررات

دغي پیښي ته د غبرگون ښوولو په توگه د غره ختلو چینايي- تبتي صنفي اتحادېې(CTMA) د ۲۰۱۰م کال په دوبي کې پریکړه وکړه چې وروسته له دې د تبت له څنډي څخه به یوازي هغه چا ته د غره ختلو اجازه ورکړي چې عمر يې تر اتلسو کالو لوړ وي.

خو دغه فیصله ډېره دوامدار پاته نه شوه. په ۲۰۱۴م کال کې هندۍ نجلۍ مالاوات پورنا، چې ۱۳کلنه وه له تبت څخه ایورست ته وختله. که څه هم هغه تر جوردن رومیرو يوازي یوه میاشت مشره وه، خو هغه تر ټولو ځوانه نجلۍ وه چې د نړۍ پر دغه لوړ بام يې پښه کښېښووله.

که چیري تایلر ارمسترانگ رښتیا هم په راتلونکي کال کې وغواړي ایورست ته وخیژي، نو هغه یوازي د تبت له څنډي خوا څخه چانس لري. د نیپال له خوا دغه غره ته د ختلو له پاره له ۲۰۰۲م کال راهيسي ټینگ مقررات ټاکل شوي چې یو شخص باید لږ تر لږه ۱۶ کلن وي.

لږ تجربه

تیمبا چیري شیرپا تر خپل ريکار وروسته (۲۰۰۱م)
تیمبا چیري شیرپا تر خپل ريکار وروسته (۲۰۰۱م)انځور: Getty Images

د ۲۰۰۱م کال په می میاشت کې «تیمبا چیري شیرپا» ۱۶کلن وو چې له جنوب څخه د ایورست د غره لوړي څوکي ته وخوت او دی په هغه وخت کې د نړۍ تر ټولو کوچنی غرختونکی ځوان وو.

هغه چې اوس دیرش کلن دی، دویچه ویله ته وویل: «زه فکر کوم چې ما په هغه وخت کې ډيره تجربه نه درلوده. دا۸۰۰۰ مترۍ ارتفاع ته زما لومړۍ هڅه وه.» شيرپا یادونه وکړه: «ما باید تر دې دمخه په دې برخه کې ډیري تجرې راټولي کړي وای.»

په هر صورت شیرپا په هغه وخت کې یو ۱۶ کلن ځوان وو، خو تایلر ارمسترانگ به یو ۱۲ کلن ماشوم وي چې غواړي دغه غره ته وخیژی. د ماشوم په توگه تایلر د ملگرو ملتو د منشور له مخي خاص حقوق لري. غرختونکی تیمبا چیري شیرپا وایی: «که چیري خطر د معیار په توگه وگڼل شي، د تایلر د غره ختلو مخه باید ونیوله شي، ځکه د هغه ژوند په ایورست کې له خطر سره مخامخ دی.»

غر ختونکي په خطر ناکو واورينو غرونو کي
غر ختونکي په خطر ناکو واورينو غرونو کيانځور: picture alliance/ZUMA Press/P. Tu Sherpa/M. Bogati

استثنايي اجازه

خو داسی ښکاري چې د تایلر مور او پلار د خپل ماشوم د روغتیا پروا نه لري، ځکه تر دې دمخه هم هغه د ډيرو لوړو غرونو څوکو ته ختلی دی. په ۲۰۱۲م کال کې هغه اته کلن وو چې په افریقا کې د «کلیماندشارو» غره لوړي څوکي ته چې ۵۸۹۵ لوړه ده وخوت.