1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

٪٦٠ افغانی نجونی دزده کړې له نعمت نه محرومی دی

حسن بری۱۳۸۳ اسفند ۳, دوشنبه

دطالبانودعلم اوپوهې ضدرژيم له نسکوريدونه څه باندی درې کاله وروسته، دملگروملتونوله ماشومانو سره دمرستې دټولنې UNICEF ديوې څيړنې په حواله، اوس هم ٪٦٠ افغانی نجونی ښوونځی ته دتللو امکان نلری.

https://p.dw.com/p/DMsR
انځور: AP
دمعارف وزارت دابتدايی تدريساتورئيس ښاغلی محمدرستم » فقيرزاده « ددې ځورونکی واقعيت دعلت په هکله وايی: » دافغانستان په ولايتونواوليری پرتوسيموکی دښځينه ښوونکونشتوالی، داکثريت افغانی کورنيو بی وزلی، دخلکودپوهی دسطحې ټيټوالی اوترټولومهمتره دامنيت موضوع، ددې واقعيت علتونه دی. «
ښاغلی » فقيرزاده « دښوونځيودسوځلوپه هکله وایی: » زه بايد په ډاگه ووايم، هغه وگړی چی ښوونځی سوځی، نه افغانان دی او نه هم دافغانستان. «