1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

٧٥ ٪ خلک پرويز مشرف نه غواړی

۱۳۸۶ بهمن ۲۲, دوشنبه

په پاکستان کې د ټولټاکنو څخه څو ورځې مخکې د يوې څېړنيزی پوښتنې له مخې د دغه هېواد اوسنۍ جمهور ريس پرويز مشرف خپله پشتيبانی له لاسه ورکړی ده.

https://p.dw.com/p/DKBb
انځور: AP

دغه څېړنه او پوښتنه په واشنگټن کې د بين المللي جمهوري انستيتوت International Republican Institute لخوا نن خپره شوی ده. چې پکښې د سلو نه پنځه اويا خلک د قدرت څخه د پرويز مشرف د لېرې کيدلو طرفدار دي.

د پرويز مشرف طرفدار گوند Muslim Leage يوازی څلورلس په سلو کې او د ده مخالف گوند پی پی پی « Pakistan Peoples Party » پنځوس په سلو کې خلک غواړی.

دوه شپيته په سلو کې خلک وايي، چې د پاکستان د پخوانئ صدراعظمې بی نظير بوتو د وژلو مسوول د پرويز مشرف حکومت دی او يوازی ديارلس په سلو کې خلک د حکومت رسمي اعلان، چې د دې تر شا القاعده وه، په دی باور دی.