1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټايلنډ د پخواني وزير د نيول کېدو نړيواله غوښتنه کړې

۱۳۸۹ خرداد ۵, چهارشنبه

د هغه هيواد لوی څارنوال په بهر کي پر اوسېدونکي ملياردر باندې تور لگوي، چي د سورپوښو د مظاهرو لارښوونه او مالي ملاتړ يې کړئ دی...

https://p.dw.com/p/NXkX
د ټايلنډ پخوانی لومړی وزير تسکين شنواترا
د ټايلنډ پخوانی لومړی وزير تسکين شنواتراانځور: AP

د څو ورځو مخکي مظاهرو په لومړيو کي شاوخوا85 تنه ووژل سول،چي پکښي 11 تنه امنيتي ماموران يا پوليس ول.

د بنکاک لومړي وزير ابهيزيت ويجياجيوا ژورنالستانو ته په ډاگه ويلي دي: موږ د ده د سفرونو څارنه کوو تر څو پوه سو، چي چيري دئ. وروسته به بياهغه هيواد شريک کار ته رابولو.

تسکين د نکاراگوا او مونتنگرو پاسپورټونه لري، خو ډير وخت په دوبۍ کي وي او په وروستي ځل د فرانسې په کانس نومي ښار کي د فلمونو په فسټيوال يا جشنواره کي ليدل سوی.

په دعوی کي داسي تور ورباندي لگول سوی، چي کيدای سي د مرگ سزا ورته ورکړل سي.

تسکين په 2006 ميلادي کال کې د پوځ لخوا رانسکور،او د واک څخه د ناوړه گټه اخيستني په تور په 2کاله بند محکوم سو. تر هغه وروسته لږ وخت په انگلستان او آلمان کي هم وو. خو اوس دا دواړه ملکونه ورته د ورتگ اجازه نه ورکوي.

دا لومړی تور نه دی، چي گواکي هغه په ټايلنډ کي د مخالف لوري د اعتصاب ملاتړ کاوه. هغه څو ورځي د مخه اقرار کړی، چي په ټايلنډ کي د خپلو پلويانو سره تل په تماس کي دئ.

هغه د خپل حکومت پر مهال بې وزله کسانو ته پورونه ورکول او هم يې د زغم وړ روغتيايي بېمې ورته جوړې کړې وې. د دې تر څنگ دا هم ثابته سوې، چي په هغه وخت کي يې بيا ځان بډای کړی او په مليونو ماليې يې نه دي ورکړې.

هغه پراخي مظاهرې، چي په تېرو اونيو کي يې د بنکاک ښار په ټپه درلولی او په پايله کي40 ودانۍ ورسره په خاورو او ايرو بدلي سوي، د نيوکه کوونکو په اند، هم له دې کبله وې، چي ټايلنډ ته د هغه جلاوطنه سوداگر راتگ ممکن کړي. له دې سره حکومت هيله لري، چي د خپلو مخالفانو مقاومت به محدود کړي، ځکه چي اکثر ملکونه دې ته مجبور دي،چي تسکين گير او ټايلند ته يې وسپاري.

د حکومت د اټکل له مخه، تېرو اخ او ډوبونو ټايلنډ ته تر پنځو ملياردو يورو پوري زيان رسولی.

Hanefeld/ محمد عارف وردگ

کتونکی. زيارمل