1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټايلنډ د پوځي کودتا له ګواښ سره مخامخ دی

۱۳۸۸ فروردین ۲۳, یکشنبه

د ټايلنډ د حکومت مشر ابه یسیت ويجاجيوا اعلان کړی چي د مظاهرچيانو د مخکښو کسانو پر خلاف به په سختو چالچلندونو لاس پوري کړي...

https://p.dw.com/p/HVKE
د ټايلنډ د حکومت مخالفينو په سختو مظاهرو لاس پوري کړی دی او تر ډيره ځايه د يوې پوځي کودتا امکانات ليدل کيږي.
د ټايلنډ د حکومت مخالفينو په سختو مظاهرو لاس پوري کړی دی او تر ډيره ځايه د يوې پوځي کودتا امکانات ليدل کيږي.انځور: AP

د ټايلنډ د حکومت مخالفینو د خپل یو مشر چي نن سهار ونيول شو د خوشي کولو لپاره غوښتنه وکړه. اريسمن پونګ راين ګرونګ د مظاهره چيانو چي سرې جامې يې اغوستي دی او د شنبې په ورځ يې د پاتايا په ولايت کي د جنوبي آسيا د دولتونو د اقتصادي همکاريو د ټولني، ASEAN- يوه سر مشريزه غونډه ګده وډه کړه، وياند ؤ.

پر هغه باندي د ناکررايو د لمسوني او د لومړي وزیر د تښتولو د پلان تورونه لګول شوي دي.د ټايلنډ د حکومت مشر ابه یسیت ويجاجيوا اعلان کړی چي د مظاهرچيانو د مخکښوکسانو پر خلاف به په سختو چالچلندونو لاس پوري کړي. هغه «سور کميسه» مظاهره چيان د دولت دښمنان ګڼلي دي.

د بنګکاک په پست نومي ورځپاڼي کي نن سهار د يوې پوځي کودتا وړاندوينه شوې ده او يا به لومړی وزير، ابهیسیت ویجاجیوا استعفاء ته مجبوره شي. دا د حکومت د مخالفینو اصلي غوښتنه ده. ډيری مظاهره چيان د پخواني لومړي وزير،تاکسین شیناواترا چي په 2006 کال کي د يوې پوځي کودتا له لاري نسکور شو پلويان دي.

ټايلندي سیاست پوه، چاوین چا چاوال پونګ پون چي د جنوب ختيځي آسيا له انستيتوت سره کار کوي د سينګاپور په تلويزيون کي وويل، په حقيقت کي اصلی هدف په ټايلنډ کي د ټول سياسي نظام نسکورل دي.

« هدف نور زياتي د ابهيسيت حکومت نه دی. تاکسين او سور کمسيان غواړي چي د سلطنتي شورا رييس ليري کړي. په ټايلنډکي هر يو پوهيږي چي سلطنتي شورا د سياسي نظام مرکز دی. دا په ټايلنډکي يو مهم سياسي بنسټ ګڼل کيږي. هغه د پادشاه د سترګي او غوږ حيثيت لري. پر سلطنتي شورا حمله په حقيقت کي د پادشا پر مقام باندي د حملې مانا لري او دا سخت د انديښنې وړ خبره ده.»

د تيري اونۍ په نيمايي کي سور کميسه مظاهره چيان په بنګکاک کي د جنرال پريم تين سولا نونا کور خواته لاريون وکړ. هغوی دغه جنرال چي د ټايلنډ د پادشاه لوړ پوړی مشاور دی، د 2006 کال د کودتا اصلي لمسونکی بولي. مظاهره چيان د دغه جنرال د استعفاء غوښتنه کوي. سور کميسه مظاهره چيان د پخواني لومړي وزير، تاکسين له خوا لمسول شوي، هغه له قدرت څخه د ناوړي استفادې په تور په دوو کلنو حبس محکوم شوی او اوس چیرته په جلا وطنۍ کي پټ دی.

سياست پوه چاوين اندېښنه لري،که چيري روانه وضعه دوام پيدا کړي ښايي په ټايلنډ کي کومه پوځي کودتا وشي او يا کورنۍ جګړه ونښلي.

«دا وضعه د ټايلنډ له پاره ښه زيری نه لري. ډير خطرناک حالت دی.کله چي د دې هيواد د سياسي جوړښت پر مرکز باندي حمله وشي، د زور له لاري د احتجاج د ټکولو خطر رامينځ ته کوي، نو بيا هغه دی چي پوځ لمسول کيږي ترڅو په سياست کي مداخله وکړي او يا د ډيموکراسۍ له پاره د خلکو اتحاد ښايي خپل پلويان وهڅوي. کله چي ژيړ کميسي له سورو کميسو سره ونښلي، نو بیا هغه ده چي دا هيواد له ستر مصيبت سره لاس او ګرويان دی.»

په اضطراري حالت کي له پنځو تنو څخه د زياتو کسانو ټولنه منع ده. پوځ په سړکونو کی د نظم د ساتلو له پاره دنده په غاړه اخلي. تير کال د ټايلنډ د پخواني حکومت تر واکمنۍ لاندي څو ځلي د بنګکاک په ځينو برخو کي د اضطرار حالت لګول شوی دی. خو نه مظاهره چيانو او نه امينتي ځواکونو د هغو مقررات مراعات کړي دي.

Musch-Borowska / عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل