1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټايمز: افغان ځواکونو ته د مسوليت سپارلو پلان جوړ سوی دی

۱۳۸۹ آبان ۱۷, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري ويلي دي چي هغه قانع سوې چي د افغانستان د ځينو برخو امنيتي مسووليت به په راتلونکي کال کي د افغان امنيتي ځواکونو تر کنترول لاندي راسي.

https://p.dw.com/p/Q1LD
انځور: Don Duncan

مېرمن کلينټن چي د آستراليا په سفر بوخته ده په ميلبرن کي خبريالانوته وويل: « په دې کي شک نه سته چي دا يوه سخته جګړه ده چي موږ پکښي شکېل يو، خو موږ قانع سوي يو چي په2011 کال به افغان امينتي ځواکونه وتوانيږي چي په ځينو برخو کي خپل مسووليت په غاړه واخلي».

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو او د دفاع وزيران رابرت ګېټس او کلنټن دواړه په آستراليا کي دي تر څو د د متحده ايالاتو او آسترليا تر منځ د امينتي همکاريو په هکله خبري وکړي.

آستراليا په افغانستان کي ۱۵۰۰عسکر لري چي د ایساف په چوکاټ کي د ياغيانو پر ضد عمليات کوي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري د يادونو سره سم د برتانيې د ټايمز ورځپاڼي د يو رپوټ له مخه، په افغانستان کي د متحده ايالاتو او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال ديويد پيترياس هم له هغه مهال ويش څخه خبري کړي چي د هغه له مخه به د راتلونکي ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کي افغان امينتي ځواکونو ته د مسووليت د ليږدول کار پروسه پيل سي.

جنرال پيترايس به د امنيتي مسووليت د ليږدولو نقشه د نومبر پر 19 په لزبن کي د ناټو د مشرانو يوغونډي ته وړاندي کړي. په دغه پلان کي د «زرغونو» نومو سيمو څخه يادونه سوې چي هلته به افغان امنيتي ځواکونه د امنيت ساتنه په خپله غاړه واخلي.

په پلان کي داسي ښودل سوې چي هرات ښايي د هغو ولاياتو په سرکي وي چي په لومړي سر کي امينتي مسووليت افغانانو ته سپارل کيږي. خو کندهار او هلمند هغه ولايتونه دي چي هلته به لږ ترلږه د دو نورو کلونو لپاره نړيوال امينتي ځواکونه پاته سي.

د ناټو ډيپلوماتي سرچينود تايمز ورځپاني ته ويلي چي جنرال پيترايس نه غواړي چي د امينتي مسووليت د ليږدولو نقشه اوس بربنډه کړي، ځکه انديښنه دا ده چي داسي نه وي چي دغه سيمي سمدلاسه د طالبو د بريدونو هدف وګرځي.

د ناټو سرچينو چي هويت يي د برتانوۍ ورځپاڼي له خوا نه دی بربنډ سوی، وويل چي پيترايس غواړي د لزبن په غونډه کي د مسووليت د ليږدولو پلان لپاره د ناټو د مشرانو هوکړه ترلاسه کړي او ښيي چي له افغانستان څخه د دغه سازمان د ځواکونو د وتلو لړۍ په تدريج سره سرته رسيږي.

تمه ده چي د ناټو د لزبن سرمشريزه د متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما د هغه پلان څخه ملاتړ وکړي چي غواړي د راتلونکي کال د جولای په مياشت کي امريکايي سرتيري له افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل