1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکنو کمېسيون: د امنيت له نشتوالي اندېښمن يوو

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۲ اسفند ۲۸, چهارشنبه

په داسي حال کې چې د افغانستان د ولسمشرۍ له پاره ټاکنو ته ۱۷ ورځي پاته دي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون خبرداری ورکړی دی چې نا امني د ټاکنو روڼوالی له گواښ سره مخامخ کوي او امنیتي ځواکونه باید لا ډیر تدابیر ونیسي.

https://p.dw.com/p/1BSK4
انځور: DW

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسئولان وایي، چې د امنیتي ارگانو له لوري اعلان شوي د رایې ورکونې مرکزونه تر امنیتي گواښ لاندي دي او دا انديښنه موجوده ده چې د ټاکنو په ورځ به ډیر مرکزونه تړلي پاتي شي.

خو د افغانستان امنیتي مقامات وایي چې ۴۰۰ زره امنیتي ځواکونه به د امنیت ټینگولو ته چمتو وي او طالبان کولای نه شي چې د ټاکنو ورځ اخلال کړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ټاکنو د گډوډولو خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر محمد یوسف نورستاني، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د مارچ ۱۹) په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وویل: «هغه ارزوني چې زموږ کمېسیون کړي دي، لیدل کیږي چې ډیر زیات چيلنجونه موجود دي او امکان لري چې ځیني مرکزونه د رایې ورکوونکو پر مخ وتړل شي. په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو چې موږ ته کوم رپوټ راکړی دی پکښې ویلي دي چې د ټاکنو په ورځ به دغه مرکزونه فعاله وي چې دې کار زموږ انديښنه زیاته کړې ده.»

سراسري گواښ

نورستاني په خپلو خبرو کې زياته کړه، هغه مرکزونه چې تر امنیتي گواښ لاندي دي، یوازي په یوه یا څو ولایتونو کې نه خلاصه کیږي، بلکي د افغانستان په ټولو سیمو کې احساسیږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د ټاکنو د تر سره کیدو یوه اوونۍ مخکې د رایې ورکولو ټولو مرکزونو ته ولاړ شي او دا دې بررسي کړي چې آیا په دغو سیمو کې د ټاکنو تر سره کیدل امکان لري او که نه.

نورستاني په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په دغه بررسۍ کې باید دا مشخصه کړي چې آیا امنیتي ځواکونه، د کمېسیون کارکوونکي او خلک د رايي ورکولو دغو مرکزونو ته ورتلای شي او که نه. د نورستاني په خبره په هغه صورت کې چې د ټاکنو څارونکي په دغو سیمو کې حضور و نه لري، کولای نه شي چې د ټاکنو روڼوالی تضمین کړي.

د افغانستان امنیتي چارواکو ویلي دي چې د ټاکنو په ورځ به په ټول افغانستان کې د رايي ورکولو ۶۷۷۵ مرکزونه پرانیستي وي.

نورستاني په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چي که چیري د ناامنۍ له کبله په سیمو او انتخاباتي مرکزونو کې روڼي ټاکني تر سره نه شي، د ټاکنو کمېسیون یې مسئولیت نه لري: «ټول هغه مرکزونه چې د رایې ورکولو پر وخت پرانیستي وي باید امنیت یې وساتل شي. که چیري د امنیت د نه شتون له کبله په دغو مرکزونو کې کوم تقلب رامنځ ته کیږي، د هغه مسئولیت د امنیتي نهادونو پر غاړه دی، نه د ټاکنو د کمېسیون.»

محرومي ولسوالۍ

پر دې سربیره د ټاکنو خپلواک کمېسیون انديښنه ښوولې ده چې په ناامنو ولسوالیو کې ټاکنیز کمپاینونه ډیر کم دي او کاندیدان په دې نه دي توانیدلي چې دغو ولسوالیو ته سفر وکړي.

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امر خیل، په دغه خبري غونډه کې وویل چې کاندیدان او مدني بنسټونه په دې نه دي توانیدلي چې د افغانستان ناامنو سیمو ته ټاکنیز پیغامونه ورسوي. ښاغلي امرخیل زیاته کړه: «باید په ښکاره ډول یې ووایو چې په ناامنو سیمو کې په مناسب ډول د کمپاین په تر سره کولو نه یوو توانیدلي. آن داسي ولسوالۍ هم شته چې پکښې د ولایتي شوراگانو د کانديدانو پوسترونه هم نه دي ویشل شوي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ارزوني له مخې ښایي د ټاکنو په ورځ د ناامنۍ له کبله شاوخوا ۴۰۰ مرکزونه تړلي پاته شي او دا خبره هم معلومه نه ده چې په دغه ورځ به په دغو سیمو کې څومره افغانان له رايي ورکولو څخه محروم شي.