1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټرمپ او کلينټن بريالي شول، بوش وواته

۱۳۹۴ اسفند ۲, یکشنبه

د امريکا د متحدو آيالاتو په تازه مقدماتي ټاکنو کې دونالد ټرمپ په جنوبي کارولينا او هيلري کلينټن په نېوادا کې مخکښان راووتل. جېب بوش په ورته وخت کې له انتخاباتي منډو ترړو په شا شوی دی.

https://p.dw.com/p/1HzJF
انځور: Reuters/J. Ernst

د تلويزيوني شبکو د لومړنيو ارزونو له مخې دونالد ټرمپ په جنوبي کارولينا آيالت کې مقدماتي ټاکنې ګټلې دي. د املاکو دغه ولس پارونکی سوداګر له ډېر محافظه کار سېناتور، تېد کروس، او له سېناتور مارکو روبيو څخه ډېر مخکې دی. د ټرمپ له پاره دا د نيو هېمپشير تر ټاکنو وروسته دويمه بريا ده.

د معتدلو محافظه کارو په ډله کې وار په وار نور جمهوري غوښتونکي کانديدان له سيالۍ څخه په شا کيږي. لس ورځې مخکې د نيو جېرزي د والي، کريس کريستي، تر وتلو وروسته اوس د فلوريدا پخوانی والي، جېب بوش هم له سيالۍ وتلی دی.

په دې ترتيب د مارکو روبيو تر څنګ يوازې د اوهايو آيالت والي، جون کېسيچ د جمهوري غوښتونکو مقاماتو له ډلې څخه پاته شو. په جنوبي کارولينا کې د خرابو پايلو تر اخيستلو وروسته جېب بوش وويل چې دی د رايه ورکوونکو رايو ته په درنه سترګه ګوري او له سيالۍ وځي. په اته سلنه رايو سره بوش يوازې څلورم ځای خپل کړی وو.کلينټن د سېنډرس په وړاندې: سيالي جوخته ده

د دموکراتانو د نوماندۍ په سر سيالۍ کې په نېوادا آيالت کې مخکښه کانديده، هيلري کلينټن، په ډېر لږ تفاوت سره د خپل سيال، بېرني سېنډرس، څخه مخکې شوه. په پای کې دا پنځه سلنه له سېنډرس څخه وړاندې وه. نېوادا ډېر وخت د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې او د بهرنيو چارو د پخوانۍ وزيرې، کلينټن، له پاره يو ډاډمن ځای بلل کېده، خو بيا کيڼ اړخي سېنډرس په ټولپوښتنو کې ورنژدې شوی وو. نېوادا د متحدو آيالاتو په لويديځ کې د مقدماتي ټاکنو لومړی تمځای وو چيري چې ډېر هسپانوي الاصله انسانان هم ژوند کوي.

د امريکا د دواړو لويو ګوندونو کانديدان هيله لري چې د مارچ د لومړۍ نېټې مخکې به دوی خپل دريځ پياوړی کړای شي. په دغه ورځ د «سيوپر تيوزدای» په نوم په تقريبا ۱۲ آيالاتو کې مقدماتي ټاکنې تر سره کيږي. د امريکا په ټولو ۵۰ آيالاتو کې به مقدماتي ټاکنې تر دوبي پورې دوام وکړي.

جمهوري غوښتونکي او دموکرات ګوندونه خپل کانديدان په جولای مياشت کې د ګوندي کنګرو په درشل کې نوموي. د امريکا په متحدو آيالاتو کې د نومبر په اتمه د ولسشمرۍ انتخابات تر سره کيږي. ولسمشر بارک اوباما چې په دموکرات ګوند پورې اړه لري، د دوو دورو وروسته اجازه نه لري چې ځان بيا کانديد کړي.

USA Vorwahl Demokraten in Nevada - Sieg Hillary Clinton
انځور: Reuters/D. Becker