1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټولي هیلي د مينسک غونډي ته دي

afp, rtr, dpa۱۳۹۳ بهمن ۲۲, چهارشنبه

د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ د سختو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. دغو نوو تحولاتو د چهارشنبې د ورځې له پاره پلان شوې غونډه تر پوښتنې لاندي راوستې ده.

https://p.dw.com/p/1EZOB
انځور: AFP/Getty Images/M. Malinovsky

د سپیني روسیې په پلازمېنه مينسک کې د چهارشنبې په ورځ د اوکراین کړکیچ په هکله یوه غونډه پلان شوې ده. د سه شنبې په ورځ د دغي غونډي له پاره مقدماتي خبري اتري بې له کومي اساسي پایلي ختمي شوي دي. د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو مرکچي دېنس پوشیلین ویلي دي «د یوه اوربند په هکله څه ویل له وختي دی.» د هغه په وینا بیلتون غوښتونکو د یووالي له پاره خپل وړاندیزونه وړاندي کړي دي او اوس باید د هغې په هکله غبرگون وښوول شي. خو پوشیلین په دې هکله نور جزئیات په ډاگه نه کړل.

د «تماس ډلي» سلا مشورې

په اصطلاح د اوکراین د تماس ډله چې د اوکراین، روسیې، بیلتون غوښتونکو او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له استازو څخه جوړه ده د سه شنبې په ورځ په مينسک کې یوه دوه ساعته غونډه کړې ده، څو د چهارشنبې د ورځې د غونډي له پاره چمتووالی ونيسي. خو په رسمي توگه د تماس ډلي د غونډي د پایلو په هکله څه نه دي ویلي.

د سپیني روسیې خبري رسنیو د رپوټونو له مخې دغه غونډه د سه شنبې په ماښام لغو شوې ده. د روسيې د «تاس» په نوم خبري آژانس د یوه رپوټ له مخي د کړکیچ اړخونو د یوه اوربند پر سر توافق ته رسیدلي دي، خو البته دغه خبر تائید شوی نه دی.

د آلمان او فرانسې نوښت

په مېنسک کې په ترسره کیدونکي بیړنۍ غونډه کې د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر پېترو پورو شینکو گډون کوي. په تیرو اوونیو کې د اوکراین کړکېچ د لمن پراخیدو ته په کتو سره د آلمان صدراعظمي او د فرانسې ولسمشر د دغه تاوتریخوالي د راکمولو له پاره په یوه دیپلوماتیک نوښت پېل وکړ او کیف او مسکو ته یې سفرونه وکړل.

کیف او لویدیځ پر مسکو تور لگوي چې د اوکراین په ختیځ کې له روسي پلوه بېلتون غوښتونکو سره پوځي مرستې کوي، خو کرملین بیا دغه تورونه ردوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، له روسیې څخه غوښتي دي چې د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې د تاوتریخوالي د راکمولو له پاره یو چانس خپل کړي. هغه زیاته کړې ده: «دغه اوس (...) پریکړنده ساعتونه او ورځې دي.» د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په مينسک کې د یوه سوله ییز حل له پاره پر خپل هوډ ټینگار کړی دی. هغه په پاریس کې ویلي دي: «صدراعظمه [انگلا ميرکل] او زه به د دغې غونډي تر وروستۍ شیبې پوري په ځانگړه توگه فعاله اوسو.»

اوباما له پوتین سره تلیفوني خبري کړي دي

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي دي چې د دغه کړکیچ د سوله ییز حل له چانس څخه استفاده وکړي. سپیني ماڼۍ ویلي دي چې اوباما «د خبرو اترو په ترڅ کې یوه جوړ جاړي ته د رسیدو او د هغې د تطبیقیدو د اهمیت پر سر ټینگار کړی دی.»

که چیري روسیه په اوکراین کې خپلو «تیري کوونکو اعمالو» ته ادامه ورکړي، نو مسکو به د هغه «قیمت» ادا کړي. امریکا متحدو ایالاتو کیف ته د وسلو د لیږلو په هکله غور کوي خو آلمان او د اروپایي ټولني نورو هیوادونو تر اوسه له دغسي یو گام سره مخالفت ښوولی دی.