1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټولي هیلي په ابراهیمي پوري تړلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۱, شنبه

متقاعد دیپلومات اخضر ابراهيمي نن سوریې ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه خپله دنده پیلوي‎. تر هغه دمخه کوفي عنان له دې دندې څخه استعفا کړې وه. اوس نو ټولو خپلي هیلي په ابراهیمي پوري تړلي دي.

https://p.dw.com/p/161sN
انځور: dapd

ابراهیمي په داسي حال کې خپله دنده پیلوي چې په سوريه کې د مخالفو اړخونو تر منځ تاوتريخوالي لا زور اخيستی دﺉ او ملګري ملتونه په ظاهري ډول د تاوتريخوالي د درولو په برخه کي زيات اثر نه لري.

اخضر ابراهيمي ته يوه ډیره ستونزمنه دنده سپارل شوې ده. له ده څخه هيله کيږي چي د سوريې هغه کړکېچ ته د حل لاره پيدا کړي چي په تيرو اتلسو مياشتو کي په زرګونو انسانان پکښې قرباني شوي دي. ۷۸ کلن ابراهيمي وايي چي له «غیرعادي دندو» سره اشنا دئ. داسي ښکاري چې ابراهيمي ته د سوريې «نه حلیدونکی کړکېچ» د حلیدو وړ بریښي.

ابراهيمي درې کاله دمخه په يوه مرکه کي ويلي ول، چي هغه د ملګرو ملتونو له لوري تل د سولي د راوستلو دنده درلوده:

«زما په اند زه په تيرو څو کلونو کي د سولي استازی وم. او یا خو کولای شم ووایم چې ما هڅه کړې چې د سولې استازيتوب وکړم. په تیره بيا له ۸۰مې لسيزې راهيسې زما سر و کار د کړکیچونو سره دئ. ښايي زه په رښتیا هم ځان ته د سولې د استازي خطاب وکولای شم.»

په ملګرو ملتونو کې اخضر ابراهيمي ته د جګړو او لانجو د حلوونکي په توګه کتل کيږي. ابراهيمي د نورو تر څنګ د کانګو، سودان، قبرس او هايتي په کړکېچونو کي منځگړیتوب کړی دئ.

د ۲۰۰۱ میلادي کال په پای کې افغانستان ته د هغه استازيتوب ډیر د ستايلو وړ بلل کيږي. کله چي د سپتامبر د يوولسمي تر پېښي وروسته په افغانستان کي د واک د خلا او د نوو لانجو ويرې رامنځ ته سوې نو ابراهيمي د افغانستان له پاره د ځانګړي کانفرانس طرحه جوړه کړه. د افغانستان له پاره دغه ځانګړی کانفرانس په المان جوړ کړل سو. کوفي عنان هغه وخت د ملګرو ملتونو سرمنشي وو او د افغانستان په موضوع کي ئې د اخضر ابراهيمي هلې ځلې ستايلې وې. هغه ویلي وو: «زه غواړم چې افغانستان ته له خپل ځانګړي استازي اخضر ابراهيمي څخه مننه وکړم او د هغه هلې ځلې وستايم. هغه په تيرو دوو کلنو کي د افغانستان له پاره ډیر کار کړی دئ.»

اوس ابراهیمي ته د سوريې د کړکیچ د حلولو دنده سپارل شوې ده. کوفي عنان د دې کړکیچ په حلولو کې ناکامه شوی دئ. نړیوال له اخضر ابراهيمي څخه زياتې هيلي لري او د هغه پر تجربه او دیپلوماتيکو وړتیاو باندې باوري دي. ابراهيمي په اصل کې یو حقوقپوه دئ. هغه په یوه مرکه کې ویلي وو چې په تيرو شلو کلونو کي ئې د عملي دیپلوماسي په ډګر کې ډېر څه زده کړي دي. هغه ویلي وو: «کله چي څوک د لانجو د حل له پاره کار کوي نو ډيرې بدې او ظالمانه کړنې ویني. خو له بل اړخه ډیر مثبت شيان لکه باور، مهرباني، همت او سولې ته چمتووالی هم ويني.»

ابراهيمي يو خوشبينه انسان دئ. ښايي همدا وجه وي چي هغه په پاريس کې خپل تقاعدي ژوند بيا د دیپلوماسي په دنده بدل کړی دئ. اخضر ابراهيمي تر دې مخکې هم د سوریې په تړاو د ملگرو ملتونو د امنیت له شورا سره لیدلي وو. هغه څو وارې ټينګار کړی دئ چې د امنيت شورا بايد د سوريې په موضوع کې همږغي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تيرو مياشتو پېښو ښودلې ده چي د امنيت شورا د سوريې په موضوع کي همږغې نه ده. روسيه او چين چې د امنيت د شورا دايمي غړي او د ویتو حق لرونکي هیوادونه دي، د سوريې پر ضد د هر ډول اعلاميو او بنديزونو مخه نیسي.

راتلونکې مياشتې به وښيي چې ايا اخضر ابراهيمي به په دې وتوانيږي چې د امنيت شورا يو موټی کړي او که نه. باور کيږي چي ملګري ملتونه يوازې هغه وخت د سوريې موضوع په ښه توګه حلولای شي چې په دې هکله د امنيت په شورا کې همږغي رامنځ ته شي.

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش