1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټولپوښتني د کولمبیا د سولې تړون رد کړ

۱۳۹۵ مهر ۱۲, دوشنبه

په کولمبيا کې رای ورکوونکو له فارک یاغیانو سره د سولي تړون په یوه ډیر لږ اکثریت باندي رد کړی دی. له بلې خوا د کولمبیا ولسمشر ویلي دي چې له دې ډلې سره اوربند به لا هم نافذ پاته شي.

https://p.dw.com/p/2QpCg
Kolumbien Referendum gescheitert
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Cubillos

د رایو لومړنۍ پایلې ښيي چې کولمبيانو د حکومت او د کولمبیا د انقلابي وسله والو یاغیانو یا فارک تر منځ  د سولې ټړون رد کړی دی.

د رای اچونې ۹۹ سلنه مرکزونو ویلي دي چې ۵۰،۲۴ سلنه رای ورکوونکو د دغه تړون پر ضد رایه ورکړې ده. ۴۹،۷۵ سنله رای ورکوونکو بیا د دغه تړون په حق کې خپلې رایې کارولې دي. د مثبتو او منفې رایو تر منځ توپیر یوازې ۵۹۰۰۰ وو. په دغه رای اچوونه کې ۱۳ میلیونه کسانو ګډون کړی وو.

د یکشنبې ورځې تر رای اچوونې مخکې تر سره شویو نظر پوښتنو ښوولې وه چې دغه تړون به د رای ورکوونکو له خوا تائيد شي. په ټولپوښتنه کې حکومت له رای ورکوونکو څخه یوازې یوه ساده پوښتنه کړې وه چې ایا هغوی د سولې دغه تړون تائيدوي او که نه. د ټول پوښتنې ګډونوالو د دغې پوښتنې ځواب یوازې د «هو یا نه» په واسطه ځواب کړې ده.

په ټولپوښتنه کې د ګډون کچه تر هغه کښته ده چې فکر یې کیده. په ځانګړې توګه د ګډوانوالو کچه د کریبین په ساحل کې ډیره کښته وه، ځکه په دې سیمه کې سخت بارانونه شوي. د دې سیمې ډېر اوسیدونکي د تړون پلویان ول.

اوربند اوس هم نافذ دی

د کولمبیا ولسمشر سنتوس، د یکشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې د ټولپوښتنې پایله ومنله. هغه وویل چې د دوشنبې په ورځ به له ټولو سیاسي اړخونو سره وویني چې د سولې بهیر د پرمخ ولړلو له پاره یوه حل لاره ومومي. هغه وویل: «زه به دا کار پرې نه ږدم. زه به د خپلې کارې دورې تر وروستۍ شیبې پورې سولې ته د رسیدو له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړم.»

تر دې مخکې د سنتوس حکومت ویلي ول چې که د ټول پوښتنې پایله منف وي، نو حکومت کوم دویم پلان نه لري. دغه تړون تر څلورو کلونو خبرو اترو وروسته رامنځ ته شوی وو. اوس نو د ټول پوښتنې پایلې الازامي دي. سانتوس ویلي دي چې د حکومت او یاغیانو تر منځ اوربند به نافذ پاته شي. دواړو اړخونو ویلي دي چې نه غواړي یو ځل بیا په جګړه کې ښکیل شي.

د فارک د ډلې مشر تیموکینتو، ویلي دي چې ډله به یې اوس هم سولي ته د رسیدو له پاره کار وکړي. هغه ویلي دي چې فارک به د ټولپوښتنې پر پایلو سربیره هم سولې ته د رسیدو هڅې جارې وساتي.

نور مطالب