1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"ټولې ډلې باید د سولې په بهیر کې ونډه ولري"

۱۳۹۰ اسفند ۱, دوشنبه

د حزب اسلامي یوه لوړپوړي غړي ویلي دي چې که چیرې د سولې په خبرو اترو کې ټولې غاړې شاملې نه کړای شي نو دغه پروسه به له ناکامۍ سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/145qI
انځور: dapd

د حزب اسلامي یوه لوړ پوړي غړي او د دغې ډلې د مشر زوم غیرت بهیر، له رویترز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې که چیرې د افغانستان د سولې په بهیر کې یوه ډله هم له پامه وغورځول شي نو دغه ډله د مقاومت په مرکز بدلیدای شي او د هغه په خبره ستونزې راولاړولای شي. غیرت ادعا کړې ده چې د افغانستان بې ثباته کول سخت کار نه دئ.

د حزب اسلامي ډله چې مشري ئې گلبدین حکمتیار کوي یو له هغو ډلو څخه ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جنگیږي او ادعا کوي چې د افغانستان په ختیځ او شمال کې جنگیالي لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دغه ډله له القاعدې او طالبانو سره د بریدونو په تر سره کولو کې د مرستې کولو په تور د ترهگرو په لست کې شامله کړې ده. خو ویل کیږي چې افغان او امریکایي چارواکو په تیرو دوو میاشتو کې د نوموړې ډلې له استازو سره لیدلي دي چې په افغانستان کې روانې شخړې ته د سولې له لارې د پای ټکی کیږدي.

غیرت بهیر له رویترز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د حزب اسلامي، امریکایانو او افغان دولت تر منځ اړیکې موجوده دي او خبرې اترې دوام لري.

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د حکمتیار په مشري د حزب اسلامي ځواکونه د رباني په مشري له ځواکونو سره په جگړه بوخت ول. ویل کیږي چې په دغه جگړه کې په زرونو تنه انسانان وژل شوي دي.

د ۱۹۹۰مې لسیزې په نیمایي کې حکمتیار له افغانستان څخه ووت چې تر اوسه پورې د هغه د استوگنې د ځای په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته.

افغان طالبانو تیره میاشت اعلان وکړ چې په قطر کې به د خبرو اترو له پاره یوه سیاسي دفتر پرانیزي.

غیرت بهیر زیاته کړې ده چې د ټولو گوندونو او ډلو په شاملولو سره باید د جوړ جاړي یوه هر اړخیزه لاره ولټول شي. د هغه په وینا د امریکایانو او طالبانو تر منځ د رسمي مذاکراتو د پیلیدو له پاره کوم پرمختگ نه تر سترگو کیږي.

هغه زیاته کړې ده: « تر اوسه هغوی حتی په دې نه دي توانیدلي چې د داسې وړو موضوعاتو پر سره یوې موافقي ته ورسیږي چې هغه د ښه نیت ښودونکي وي. تر اوسه پوري په رسمي توگه د طالبانو دفتر نه دئ پرانیستل شوی، بندیان نه دي انتقال شوي او د هیچا نوم له تور لست څخه نه دئ پاک شوی.»

بهیر ویلي دي چې تر اوسه پورې د سولې په بهیر کې هر څه پر ځای ولاړ دي. هغه زیاته کړې ده چې ډله ئې حالات څاري او انتظار باسي.

غیرت بهیر د بگرام په زندان کې شپږ کاله بندې وو. هغه په ۲۰۰۸م کال کې له دغه زندان څخه آزاد شو.

سید ریاض (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش