1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پارلماني سرچيني: د ناټو جنرال او افغان وکيلانو سره وليدل. د څه لپاره؟

۱۳۸۹ مهر ۲۹, پنجشنبه

په افغانستان د امریکايی او د ناتو د ځواکونو قوماندان جنرال پيتريوس مخکي له دي چي سپیني ماڼي ته د افغان حکومت او د هغه د وسلوالو مخالفينو تر منځ د سولي د خبراترو معلومات وړاندي کړي د افغانستان له پارلماني غړو سره وليدل

https://p.dw.com/p/Pjip
په افغانستان کي د متحده ايالاتو او د ناتو عمومي قوماندان جنرال دیود پتريوس
په افغانستان کي د متحده ايالاتو او د ناتو عمومي قوماندان جنرال دیود پتريوسانځور: picture alliance/dpa

په داسي حال کې چې پلازمینې کابل ته د طالبانو او د حقانې د بنسټ پالي ډلي د څلورو تنو استازود راتګ خبري کیږي، تیره ورځ په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو قوماندان د مشرانو جرګې له یو شمیر غړو سره کتلي دي.

کابل ته د طالبانو د استازو د راتګ پخلی د لومړي ځل لپاره د همدې جرګې یو شمیر غړو له نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼي سره په خبرو کې کړی وو.

له طالبانو سره د سولې مسأله د دغې ناستې په اجندا کې شامله وه.

ویل کیږي چې په دغو خبرو کې په افغانستان کی د امريکايی او ناتو عمومی قوماندان جنرال دیوید پتریوس سره د مشرانو جرګې شپاړس تنه استازو برخه درلوده .

دغه غونډه پرون د تړلو دروازو تر شا په کابل کې وسوه.

دواړو لورو په افغانستان کې په بیلا بیلو مسایلو او په خاصه توګه له طالبانو سره د سولې پر سر خبري کړي دي.

د مشرانو جرګې یوې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل چې جنرال پترویس له دوي څخه د سو لې د خبرو اترو په اړه ډیر تفصیل وغوښت او وویل چې دی به د دغې ناستې راپور د امریکا دفاع وزارت او د کانګرس غونډې ته واستوي.

په کابل کې د ناټو مرکزي قوماندانۍ هم د مشرانو جرګې له یو شمیر غړو سره د بندو دروازو تر شا د دغه څلور ستوري امریکایې جنرال د خبرو اترو پخلی کړی .

د ځواکونو له لوري په یوه خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي چې جنرال پتریوس افغان ځواکونو ته د عملیاتونو د سپارلو او همدا راز د ملي پخلاینې پر مسایلو له افغان لوري سره خبري وکړي.

د ناټو قوماندانان چې په روان کال کې یې د تلفاتو شمیره په افغانستان کې د پام وړ په کچه لوړه شوی ده، هڅه کوي اوسنۍ لانجې ته یوه مناسبه حل لاره ومومي.

هغه لانجه چې د هواري مشري یې د افغان دولت پر غاړه ده .

له دولت ضد وسله والو سره چې پکې د حقانې، ګلبدین حکمتیار او ملا محمد عمر د ډلو نوم اخیستل کیږي، په روانو خبرو کې ناټو هم ونډه لري.

وروستي رپوټونه له باوري سرچینو په حواله کاږي چې ناټو ځواکونو کابل ته د طالبانو د دریو تنو او د حقانې د یوه استازي د لیږدولو په پروسه کې ونډه لرله.

که څه هم په افغانستان کې د ناټو د عمومې قوماندان جنرال دیوید پتریوس او د مشرانو د جرګې د یو شمیر غړو د ناستې پوره تفصیل ندی معلوم خو داسي ویل کیږي چې له طالبانو سره د سولې خبري د دغې ناستې د بحث وړ موضوع وه.

د ناټو ځواکونو په اعلامیه کې هم د دغې مسلې پخلی شوی او دا هم راغلي چې جنرال پتریوس د استازو له بیلا بیلو پوښتنو سره مخ شو او ورته یې ځوابونه وویل.

د مشرانو جرګې یوې سرچینې چې په همدې ناسته کې یې برخه لرله د موضوع د حساسیت له کبله خپل نوم پټ وساتل او د آلمان غږ راډویو ته یې وویل چې جنرال پترویس دوي ته ویلي چې دی به د مشرانو جرګې د غړو نظریات د امریکا له دفاع وزارت سره شریک کړي.

په ناسته کې افغان ځواکونو ته د پوځي مسولیتونو دسپارلو او د شپنیو عملیاتو په باب هم خبري شوي.

په روم کي د افغانستان د «ارتباط ډلي» نومي نړيوال کنفرانس کي چي دنړي د 47 هيوادونو او سازمانونو استازو ګډون درلود، د ايتاليا د بهرنيو چارو وزير فرانکو فراتيني وويل چي افغانانو د امنيتي مسووليت پروسه به په 2011 کال کي پيل شي.

له دي مخکي په کابل کي د «افغانستان کنفرانس» چي د جون په مياشت کي داير شوي ؤ، افغان حکومت هوډ وکړ چي تر 2014 کال پوري په ټول هيواد کي امينتي مسووليت په غاړه واخلي.

جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکيم