1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«علما باید ځانمرګي بریدونه حرام اعلان کړي»

حسین سیرت۱۳۹۱ آبان ۸, دوشنبه

د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړي وایي چې د افغانستان د علماو شورا باید د یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي او په هغه کې ځانمرګي بریدونه حرام اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/16Z3Z
انځور: DW

د اختر په لومړۍ ورځ یو ۱۲-۱۳ ماشوم خپل د اختر جامې پر تن کړې او د اختر د لمونځ د ادأ کولو له پاره مسجد ته ولاړ. هغه ټول وخت په دې فکر کې وو چې تر لمانځه وروسته به د خپلو کومو ملګرو کورونو ته ورځي او له چا سره به ګوري. خو تقدیر بل څه وو او دا ماشوم تر لمونځ وروسته له ځانمرګي برید سره مخامخ شو.

د اختر په لومړۍ ورځ د میمنې د ښار په چاودنه کې ۴۱ کسان ووژل شول چې د هغوي په ډله کې د دې ماشوم د کورنۍ شپږ غړي هم شامل ول. دغه تنکی ماشوم د خپلې کورنۍ د غړو د له لاسه ورکولو په غم کې سوځي او په دې اړه فکر کوي چې څرنګه کولای شي د خپلې کورنۍ له پاره یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړی. ځکه هغه د کور یوازینی ډوډۍ راوړونکی دی.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر کرزي او د افغان حکومت یو شمیر نورو لوړ پوړو چارواکو د فاریاب ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اختر د لومړۍ ورځې د قربانیانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ. په دغو مراسمو کې همدې ماشوم هم خبرې وکړې. هغه په ‎ژړه غوني آواز وویل: «زما له کورنۍ څخه شپږ تنه وژل شوي دي او دوه تنه ماشومان ټپیان دي. اوس د کورنۍ مشر زه یم نه پوهیږم چې څه وکړم. نه پوهیږم چې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم او که خپلو زده کړو ته دوام ورکړم.»

د دغې غونډې ډیری ګډونوالو د دغه ماشوم د پوښتنې په ځواب کې له ژړا پرته د ویلو له پاره څه نه لرل. ولسمشر کرزي د هغه په ځواب کې وویل: «یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کول د دولت کار دی، زده کړه ستا.»

ځانمرګي بریدونه باید حرام اعلان شي

د سعودي عربستان اعظم مفتي د روان کال د حج په مراسمو کې ځانمرګي بریدونه حرام وګڼل. ولسمشر کرزي هم وویل چې د فاریاب ولایت برید د «افغانستان او اسلام» د دښمنانو له خوا تر سره شوی وو. حامد کرزي همدا راز د سعودي عربستان د اعظم مفتي فتوا ته هم اشاره وکړه.

د افغانستان په پارلمان کې د کابل استازې شینکۍ کړوخیل، د دوشنبې په ورځ وویل چې د پارلمان دیني او فرهنګي کمیسیون او افغان حکومت باید د اسلامي نړۍ له عالمانو څخه وغواړي چې د ځانمرګي بریدونو په هکله خپل دریځ روښانه کړي.

دغه غوښتنه په داسې وخت کې مطرح کیږي چې د لوی اختر په لومړې ورځ د فاریاب په ولایت کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۴۲ تنه ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې ډیری ځانمرګي برید کونکي د پاکستان د قبایلي سیمو په دیني مدرسو کې روزل کیږي او افغانستان ته د خلکو د وژلو له پاره استول کیږي.

میرمن کړوخیل پر دې خبره باندې ټینګار وکړ چې د پاکستان سیاسي او مذهبي مشران په افغانستان کې جګړه، جهاد او روا بولي او ان دغه مساله په نړیواله کچه اعلانوي. کروخیل زیاته کړه: «د علماو شورا کافي امکانات په لاس کې لري او باید د نړۍ د عالمانو د یوه کنفرانس کوربه توب پر غاړه واخلي. زه هیله لرم چې په دې برخه کې جدي پرمختګونه وشي.»

د پارلمان دغې استازۍ له حکومت څخه وغوښتل چې هغه ملایان چې په جوماتونو کې د جهاد اعلانونه کوي تر څار لاندې ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د علماو شورا تر اوسه د ځانمرګي بریدونو په برخه کې خپل ښکاره دریځ نه دی اعلان کړی. د افغانستان په یوولس کلنې جکړه کې تر ټولو زیات کسان د ځانمرګو بریدونو او د سړک د غاړې د مایونونو په پایله کې وژل شوي دي.

د پاکستاني علماو او سیاستوالو د فتوا مخالفت

کړوخیل د پارلمان له استازو څخه وغوښتل چې د پاکستان د مذهبي او سیاسي ډلو د مشرانو د فتواو پر وړاندې چپ پاتې نه شي او د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په اعلانولو سره لږ تر لږه د دغو ځواکونو پر وړاندې د تبلیغ مخه ونیسي. په وروستیو وختونو کې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان، ویلي وو چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جګړه روا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان لوی مفتي شیخ عبدالعزیز، د لوې اختر په لومړۍ ورځ ځانمرګي بریدونه حرام وبلل. د پارلمان ځینو استازو غوښتنه وکړه چې د سعودي عربستان د لوی مفتي دغه فتوا باید د افغانستان په ټولو ژبو وژباړل شي او بیا د دې هیواد بیلابیلو ولایتونو کې وویشل شي.