1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پارلمان: د امنيتي چارو وزيران دې استيضاح شي

۱۳۹۴ شهریور ۲۸, شنبه

د افغانستان د پارلمان استازو د ناامنيو د پراخېدلو په اعتراض پرېکړه کړې چې تر لوی اختر وروسته، امنيتي وزيران اتيضاح کړي. ډېري استازو پر امنيتي چارواکو کلکې نيوکې وکړې او هغوی يې په «بې کفايتۍ» تورن کړل.

https://p.dw.com/p/1GZ6d
Parlament Afghanistan 2013
انځور: picture alliance / dpa

د پوليسو او ملي پوځ د تلفاتو ډېرښت د پارلمان د استازو په منځ کې غوسه ډېره کړې ده. له بلې خوا استازو دا هم وويل چې په لسونو زغروال وسايط، رنجر موټرونه، او په زرونو ميله سپکي او درندې وسلې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ او د افغانستان په نورو سيمو کې هم د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د ولسي جرګې مشر، عبدالرووف ابراهيمي، د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وويل: «دولت په الوتکو، توپ او وسلو سمبال دی، چې پر وړاندي يې دښمن په کلاشنيکوف او پيکا مسلح دی، هغه بيا زموږ وسلې تر لاسه کوي او زموږ ښارونه نيسي. د دې لامل بايد وپوښتل شي. د ځواک يا قوې د انډول له مخې هيڅ درسته نه ده چې موږ دې په دفاعي حالت کې واوسو.»

يو شمېر استازو وويل چې د امنيتي چارو وزيران بايد استجواب شي، خو نورو بيا ټينګار کاوه چې استجواب کافي نه دی، بلکي دا وزيران بايد سمدلاسه استيضاح شي او د اعتماد د رايې د بيا تر لاسه کولو له پاره بايد صندوق کښېښول شي.

د ولسي جرګې مرستيال، ظاهر قدير، وويل: «هر هغه وزير چې د خلکو دښمن وي او د خلکو په وړاندې توطيه جوړوي، بايد دې تالار ته راولو، اعتماد ورڅخه واخلو او هغوی بيا خپلو کورونو ته ولېږو.»

له امريکا او ناټو څخه د مرستې هيله

د ولسي جرګې مرستيال په عمومي مجلس کې د افغانستان توافقنامه له ناټو او امريکا سره ولوستله او له حکومته يې وغوښتل چې د دغو توافقنامو په اساس دې ناټو او امریکا د افغانستان له اردو او پوليسو سره همکاري وکړي.

ظاهر قدير د افغانستان امنيتي وضعيت ترينګلی وباله او ويې ويل چې اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې نړيواله ټولنه دې په توافقنامه کې د خپلو کړو ژمنو پر اساس له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د امنيتي ځواکونو اصلي غوښتنه د ناټو او امريکا له ځواکونو څخه هوايي حمايت دی. افغان ځواکونه لا په جنګي جېټ الوتکو سمبال نه دي چې له دې کبله يې د طالبانو د پرمختګ يو عمده دليل د هوايي ځواکونو نه شتون په ګوته کيږي. ښاغلي قدير وويل: «اوس وضع خرابه ده. راځئ اوس بيا هغو معاهداتو ته مراجعه وکړو چې له ناټو او امريکا سره مو لاسليک او تصويب کړي دي.»

طالبانو ته د ډنډ غوري ولسوالۍ سپارل

په دې ترڅ کې ځينو استازو وويل چې په بغلان کې د محلي چارواکو او طالبانو تر منځ د يوه توافق په پايله کې د ډنډ غوري ولسوالي طالبانو ته سپارل شوې ده. استازو وويل چې د دغه توافق پر بنسټ، طالبان لويه لار نه تړي او د پلخمري ښار هم په توغنديو نه ولي.

په مقابل کې بيا دولتي ځواکونه حق نه لري چې په ډنډ غوري ولسوالۍ باندې بريد وکړي. همداراز به هيڅ دولتي بنسټ او اداره دا حق ونه لري چې څوک ونيسي يا په دغه ولسوالي کې ګزمه ووهي.

د پارلمان استازې، فوزيې کوفي، وويل چې د افغانستان د خاورې هيڅ برخه بايد طالبانو ته پرې نښوول شي: «هغه کسان چې طالبانو ته په امتياز ورکولو کې اصلي نقش لري، بايد جلسې ته راوغوښتل او له هغوی څخه وپوښتل شي چې هغوی په کوم دليل د بغلان ولايت يوه برخه طالبانو ته پرېږدي.»

ډنډ غوري د بغلان له مهمو ولسواليو څخه شمېرل کيږي چې پکې د طالبانو ولکه کېدای شي د دې خطر پايله له ځان سره ولري چې د افغانستان د شمال لويه لاره وتړل شي. په دې صورت چې طالبان دغه لويه لاره وتړي، به د پلازمېنې کابل اړيکې له څو شمالي ولايتونو سره وشليږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب