1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاريس هوايي ډګر ـ پوليسو يو کس په ډزو وواژه

۱۳۹۵ اسفند ۲۸, شنبه

د پاريس په اورلي هوايي ډګر کي يو کس د پوليسو له خوا په ډزو ووژل سو. دغه کس د يو عسکر څخه د وسله اخيستلو هڅه کړې وه. ايا دغه کس غوښتل وسله وال بريد وکړي؟

https://p.dw.com/p/2ZTGS
Frankreich Flughafen Paris Orly
انځور: Reuters/C. Platiau

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۱۸ مه نېټه) د فرانسې د پلازمېني پاريس په اورلې هوايي ډګر کي يو کس هڅه وکړه چي د عسکر څخه وسله واخلي. د عسکر په وړاندي د دغه بريد په ترڅ کي پوليسو دغه کس په ډزو وواژه. د فرانسې د پوليسو وياندي د آلمان خبري آژانس ته ويلي چي دغه سړی د هغه وروسته د پوليسو له خوا وويشتل سو، چي د عسکر څخه د وسله اخيستلو ناکامه هڅه يې وکړه.

خو د فرانس پريس خبري آژانس بيا د کورنيو چارو د وزارت په حواله ويلي دي چي دغه کس په دې توانېدلی ؤ چي له عسکر څخه وسله واخلي. زياته سوې چي هغه وروسته د وسلې سره يو دوکان ته وتښتېد او هملته د پوليسو له لوري په ډزو ووژل سو. دا چي د دغي پيښي تر شا کوم لاملونه ول لا تر اوسه نه دي څرګند.

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي د کورنيو چارو وزير برونو لې روکس د پيښي وروسته هوايي ډګر ته ورسېد. پر دغه هوايي ډګر د الوتکو تګ راتګ په بشپړه توګه متوقف کړل سوی دی. دغه وزير پر مسافرو ږغ کړی دی چي دغه هوايي ډګر ته دي نه ورځي. د دغه هوايي ډګر هوايي ترافيک د شارل دې ګول هوايي ډګر ته لېږدول کيږي. دا نه ده څرګنده چي دغه کس ولي د عسکر څخه د وسله اخيستلو هڅه کړې وه. دا هم نه ده څرګنده چي ايا دغه کس غوښتل چي يو وسله وال بريد تر سره کړي که څنګه.

د اورلې هوايي ډګر د پاريس په سويل کي واقع دی او د شارل دې ګول هوايي ډګر وروسته د پلازمېني تر ټولو لوی هوايي ډګر دی.

په پاريس کي د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د ۱۳مي د بريد راهيسي په دغه هيواد کي اضطراري حالت برقرار دی. د نوامبر په دغه بريد کي د داعش وسله والو ۱۳۰ انسانان په ډزو وژلي ول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.11.2015):