1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاریس: د پیسو نړیوال صندوق په دفتر کې چاودنه

۱۳۹۵ اسفند ۲۶, پنجشنبه

په دې پیښه کې یو کس په سطحي توګه ټپي شوی. چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې په یو لیک کې ځای پر ځای شوي مواد د هغه تر پرانیستل کیدو وروسته وچاودیدل.

https://p.dw.com/p/2ZINd
Frankreich IWF Büro in Paris
انځور: 2017 Google Maps

پولیسو ویلي دي چې د چاودیدونکو موادو لرونکی لیک په پاریس کې د پیسو د نړیوال صندوق په دفتر کې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۱۶مه نېټه) چاودیدلی دی. د پیښې له کبله یو کس په سطحي توګه ټپی شوی دی.

د پولیسو یوه چارواکي د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې د پیښې له کبله نور زیانونه نه دي رامنځ ته شوي.

د فرانسې خبري آژانس بیا ویلي دي چې د پیسو د نړیوال صندوق د دغې کارکوونکې لاسونه او مخ ټپي شوي دي. دې آژانس د پولیسو په حواله ویلي دي چې د پیسو د نړیوال صندوق له دفتر څخه یو شمیر کسان ایستل شوي هم دي.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه لیک چا دې سازمان ته استولی دی. د پیسو د نړیوال سازمان مرکزي دفتر په واشنګټن کې دی.