1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ او پاتريارک د عيسويانو پر يووالي ټينګار وکړ

۱۳۹۴ بهمن ۲۴, شنبه

په نړۍ کې د جنګ او ترهګرۍ له کبله پاپ فرانسيس او روسي ارتودوکس مشر، کيريل، هڅه کوي چې عيسويان سره يو کړي. دواړو په کيوبا کې د خپلې تاريخي ليدنې پر مهال په سوريه کې سوله هم وغوښتله.

https://p.dw.com/p/1HuxA
انځور: Getty Images/AFP/A.Roque

د کيوبا په پلازمېنه هاوانا کې تر تاريخي ليدنې کتنې وروسته په لاسليک شوي اعلاميه کې راغلي دي چې «په داسې يوه نړۍ کې چې زموږ څخه نه يوازې وينا، بلکې عمل هم غواړي، دې دغه غونډه د ټولو ښه نيت لرونکو انسانانو له پاره د هيلې يوه نخښه وي.»

د کليساګانو دواړو مشرانو هيله څرګنده کړه چې دغه تاريخي ليدنه دې «د خدای له خوا د غوښتل شوي يووالي د بيا راوستلو له پاره يوه هڅه وي.»

له کابو زرو کلونو وروسته

دا په ۱۰۵۴ م کال کې د کليساګانو د بېلېدلو راهيسې لومړی ځل وو چې د کاتوليکانو او د روسي ارتودوکس کليسا مشران دې سره وويني. په يولسمه ميلادي پېړۍ کې د راغلي درز له کبله کاتوليکانو او ارتودوکسانو بېلو لارو ته مخه کړې وه. هغه مهال په بيزنطه کې ناسته ختيځه کليسا او په روم کې ناسته لويديځه کليسا سره جلا شوې چې پايله يې د ارتودوکسو کليساګانو خپلواکي وه.

د کيوبا په اعلاميه کې راغلي دي چې دواړه ډلې بايد اوس زده کړي چې په ټولو ممکنه برخو کې د حقيقت له پاره په يوه خوله شهادت ورکړي. دې ته د دوی په خبره له دې کبله هم اړتيا ليدل کيږي چې «د بشر تمدن د بنيادي بدلونونو يوې دورې ته ورداخل شوی دی.» پاپ او لومړي کيريل پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې ډېر ژر دې عمل وکړي د دې له پاره چې له نژدې ختيځ څخه د عيسويانو د شړل کېدو مخه ونيول شي.

عراق او سوريې ته په کتلو سره هغوی پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې تاوتريخوالي او ترهګرۍ ته دې د پای ټکی کښېږدي او په ورته وخت کې د خبرو اترو له لارې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.

د کډوالو په برخه کې هم يووالی

دواړو ټينګار وکړ: «موږ په ټولو هغو ګوندونو باندې عاجل غږ کوو چې په کړکېچونو کې سره ښکېل کېدلی شي، چې هغوی دې ښه نيت څرګند او د خبرو اترو يوه مېز ته سره کښېني.» زياته يې کړه چې په ميليونو کډوال بايد خپلو کورونو ته بېرته ستانه شي. د کليساګانو مشرانو همداراز د مځکې د کرې د سرچينو پر «بې قيده استهلاک» باندې نيوکه وکړه.

له پوتين سره نژدې اړيکي

په تېرو څو لسيزو کې هم فرانسيس او د کاتوليکانو پخوانو مشرانو له ارتودوکسو بطريقانو سره کتلي ول، خو له روسي مذهبي مشر سره چا تر اوسه پورې نه وو کتلي. ۶۹ کلن کيريل د ګډو هلو ځلو پلويتوب کوي، خو هغه د دوديزو ارزښتونو يو پالونکی او د همجنس بازانو د حقونو کلک مخالف هم بلل کيږي.

کيريل له روسي ولسمشر، ولاديمير پوتين، سره نژدې اړيکي پالي. د کريملين مشر ارتودوکسه کليسا په خپل سياست کې د واک د ساتلو د بنيادي ستنې په توګه شريکوي. پوتين ارتودوکسه کليسا د لويديځ د آزادۍ غوښتنې او د ارزښتونو د له منځه تللو په وړاندې ټينګ ملګری بولي. انتقاد کوونکي د روسيې د دولت او کليسا تر منځ د يو «غير مقدس اتحاد» څخه خبرې کوي.