پاپ د کیوبا له ولسمشر سره وکتل
۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبهاعلان
د کاتولیکو عیسویانو مذهبي مشر پاپ بینیدکت شپاړلسم، کیوبا ته د خپل درې ورځیني سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د ولسمشر راول کاسټرو سره ولیدل.
پاپ د انقلاب د مشر فیډرل کاسټرو د ورور او ځای ناستي سره په پلازمینه هوانا کې خبرې اترې وکړې. راول کاسټرو تر دې مخکې د پاپ هرکلی کړی وه او د ده په درناوي په جوړه شوې غونډه کې ئې هم ګډون کړې وه.