1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ له تېري پرې شوو کسانو سره کتلي دي

۱۳۸۷ فروردین ۳۰, جمعه

د رومن کاتوليکانو مذهبي مشر پاپ شپاړسم بنيديکت د امريکې په متحده ايالتونوکې له هغو کسانو سره کتلي دي، پر کومو چې د ماشومتوب په وخت کې د مذهبي راهبانو يا کشيشانو لخوا جنسي تېری شوی دئ.

https://p.dw.com/p/DkAP
پاپ شپاړسم بنيديکت
پاپ شپاړسم بنيديکتانځور: picture-alliance/ dpa

په رپوټ کې ويل شوي چې پاپ د دې کسانو شکايت آورېدلی او له دوی سره يې په شريکه عبادت وکړ. شپاړسم بنيديکت په دې ارتباط مخکې هم خپل ژور تاسف ښودلی وو.

د پاپ په پروگرام کې د نورو مذهبونو له مشرانو او روحانيونو سره هم کتنه شامله وه.

په دې اړوند نوموړي څرگنده کړې، چې صلاح مشورې نه ښايي يواځې د يوه مذهب په چوکاټ کې پاتې شي، بلکه د نورو مخکښو سره هم بايد چې ليدنې کتنې او بحثونه وشي.

پاپ به نن د جمعې په ورځ په نيويارک کې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته وينا کوي.