1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ له یونان څخه ۱۲ مهاجر ځان سره روم ته بوتلل

۱۳۹۵ فروردین ۲۹, یکشنبه

پاپ فرانسیس یونان کې مهاجرو سره له لیدو وروسته ۱۲ مهاجر له ځان سره بوتلل.

https://p.dw.com/p/1IXEF
انځور: picture-alliance/dpa/F. Monteforte

نور نومي مېرمنه له هغو دولسو مهاجرو څخه یوه مهاجره ده چې د شنبې په ورځ د کاتولیکانو روحاني مشر پاپ فرانسیس د یونان په لیسبوس ټاپو کې د مهاجرو سره له لیدو وروسته په خپله الوتکه کې روم ته بوتلل.

میرمن نور د ایټالیا په پلازمینه کې له ښکته کیدو لږ وروسته، په داسې حال کې چې خاوند حسن او دوه کلن زوی یې هم ورسره مله ول، د خبریالانو سره خبرې وکړې. هغې وویل:« زه داسې فکر کوم لکه خوب چې وینم، احساساتو کې ډوبه یم. غواړم د پاپ د ښکلې ډالې څخه مننه وکړم، زه غواړم د هغه له ټولو هغه څه یې چې سوریايي کډوالو سره کړي ستاینه وکړم او هیله منده یم چې دغه ډالې له سیاسي اړخه هم خپل اغیز ولري.»

میرمن نور چې تخلص یا کورنی نوم یې ندی څرګند شوی، دغه خبرې یې د روم ښار په مرکز کې وکړې، چې له هغې وروسته د نورو مهاجرو سره یوه میلمستون ته ورسول شوه. دغه میلمستون د سانت'ایچدیو (Sant'Egidio) په نوم د ایټالوي کاتولیکانو ټولنې پورې اړوند دی، چې نوي راغلي مهاجر په کې ساتل کیږي. دوی به په یاد میلمستون کې تر راتلونکو څو روځو پورې وي او بیا به ښايي د واټیکان مرکز ته ولیږدول شي.

له یاد دولسو تنو مهاجرو څخه د سنت ایچدیو میلمستون کارکونکو، رضاکارانو او په میلمستون کې د میشتو نورو مهاجرو لخوا د ګلونو په ورکولو سره هرکلی وشو. دغه راز د موسیقي یوې ډلې لخوا د ډولونو په وهلو سره د «ښه راغلاست» وویل شول. دغو نویو راغلیو مهاجرو مخې ته د ګڼو تلویزیونو کامرو او مایکروفونو په راتلو سره، حالت خپل ځانګړی رنګ اخیستی وو.

میرمن نور ژورنالیستانو ته وویل چې هغې په فرانسه کې د مایکرو بیالوژي په برخه کې زده کړې کړي او میړه یې د کرهنې انجنیر دی. هغې وویل دوی په دسامبر میاشت کې وروسته له هغې چې کور یې بمبارد شو له دمشق څخه ووتل.

د هغې په وينا دغه کورنۍ له دمشق څخه تر ترکیې پورې په بس کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې تر کنترول لاندې سیمو څخه راتیره شوې. دوی د لارې په اوږدو کې درې ځله د پولیسو لخوا نیول شوي هم دي، خو بلاخره د مارچ میاشت په ۱۸ مه، د ترکیې او اروپایي اتحادیې د تړون څخه دوه ورځې مخکې، د یونان لیسبوس ټاپو ته رسیدلي.

د ترکیې او اروپايي اتحاديې د تړون له مخې یونان ته رارسیدلي مهاجر بیرته ترکیې ته استول کیږي، او د هر دیپورت شوي مهاجر په بدل کې په ترکیه کې له میشتو سوریايي مهاجرو څخه یو تن د هوا له لارې اروپا ته راوړل کیږي.

میرمن نور هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې د پاپ سره روم راغلي مهاجر د لاترۍ له لارې انتخاب شوي دي. نور وویل چې دغه چانس ورته د جمعې په ورځ له یوې کړې مرکې وروسته په لاس ورغلی. هغه چې له دغه چانسه ډیره خوښه ده وې وویل:« دا واقعاً ډیر زیات تیز ترسره شو».

د یونان له لیسبوس ټاپو څخه روم ته راوستل شوي دولس واړه مهاجر مسلمانان دي. نور وویل چې هغې له پاپ فرانسیس څخه مننه وکړه او د الوتکې د تبادلې پر کم وخت کې یې له هغه څخه وغوښتل تر څو یې کورنۍ ته دعا وکړي.

نور د خپلې راتلونکې لپاره یو ډیر عادي پلان لري. هغې خبریالانو ته وویل:« مونږ تازه له جګړې راتښتیدلي یو. مونږ صرف غواړو چې ستاسو په شان ژوند وکړو، یو عادي ژوند، زمونږ غوښتنه فقط همدا ده.»