1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ: په مصارفو کي افراط «لېونتوب» دی

۱۳۹۴ دی ۴, جمعه

د مسیحیانو مشر پاپ له انتخابیدو راهیسي هغه د داسي یوې کلیسا د جوړیدو له پاره مټي بډوهلې چې «د بې وزلو کلیسا» په توگه یادیږي. هغه وویل چې حضرت عیسی (ع) «موږ ته لارښونه کړې چې په ټولنه کي د بې وزلو څرنگه پالنه وکاندو.»

https://p.dw.com/p/1HTdP
انځور: Reuters/T. Gentile

پاپ فرانڅیسکوس د کريسمس اختر په مقدس ماښام د روم د پیترزدوم په میدان کې د کریسمس اختر د لمانځني پر وخت وویل، چي «عیسی (ع) له داسي یوې ټولني څخه چي اکثراً د ډیرو شیانو پر مصرفونو، تل نوو او لوکسو شیانوغوښتنه پکښې موجوده وي، چي هیڅ مړیدل یې نه وي، د یوه عادي او ساده ژوند خواته توصیه کړې ده.»

پاپ دې ته اشاره وکړه چي عیسی (ع) په یوه طبیله خانه کي په ډیر فقر او غربت کي زېږیدلی وو. «هغه موږ ته رازده کړي چي زموږ په ژوند کي څه شي مهم او اساسي دي. د واقعي خلاصیدلو او همیشنۍ ازادۍ طریقه د هغه د ډوډۍ خوړولو له ځايه پيليږي.» عیسی له دې سره مرسته کوي چي اساسي مسایل څوک درک کړي.

د «بې تفاوتۍ کلتور» پر ضد

په عین حال کي پاب په ټولنه کي لا ډیري همدردۍ، درک، زړه سوی او ترحم» ته اشاره وکړه. د «بې تفاوتۍ یو کلتور» اکثراً بې رحمي رامنځته کوي. پاپ پر دې باندي انتقاد وکړ، چي نړۍ اکثراً د گناهکارانو په مقابل کي سخت گیره وي، خو د گناهونو په مقابل کي بې تفاوتي ښکاره کوي. اوس د دې اړتيا ده چي «د عدالت غوښتلو یو پياوړی تصور» رامنځته سي.

په مقدس ماښام باندي د روم د پیترزدوم عیسوي اختر دغه لمانځنه، چي ورته د نړۍ ډیر اسقفان، راهبان او یو څو زره معتقدین راغلي وه، په واتیکان کي د کریسمس اختر د مراسمو اوج وو.

په عیسوي نړۍ کي د دسمبر د ۲۴مي په ماښام د کریسمس مذهبي مراسم پيليږي او د دسمبر تر۲۶ نېټې دغه اختر دوام کوي.