1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاڅون کوونکي د حلب ښار له ځینو سیمو څخه وتلو ته اړ شوي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعه
https://p.dw.com/p/15nWx

د رپوټونو له مخې د سوریې د رژیم ځواکونو د حلب د څو میلیوني ښار ځینې سیمې تر سختو بریدونو لاندې نیولي دي. ویل کیږي چې د ټانکونو او څرخي الوتکو سختو بریدونو وروسته، پاڅون کوونکي د صلاحدین په نامه ناحیې څخه وتلو ته مجبور سوي دي.

له دغه ښار څخه هره ورځ ډېري کسان وتلو ته اړ کیږي. سره صلیب له څو اونیو وروسته پر دې توانیدلې ده چې خوراکي مواد او درمل د حلب ښار ته ورسوي.

له بلې خوا بیا جمهور رئیس بشارالاسد د روغتیا وزیر وایل الحلقي د نوي صدراعظم په توگه ټاکلی دئ. د ده پخواني صدراعظم ریاض حجاب د روانې اونۍ په پیل کې اردن ته وتښتید.