1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني استخبارات د محمد حقاني دوژل کيدو ادعا کوي

۱۳۸۸ بهمن ۳۰, جمعه

د يو لوړ پوړي چارواکي د وينا له مخي د افغانستان د يوه جګړه مار، سراج الدين حقاني، ورور په پاکستان کي د يو امريکايي توغندي بريد سره ووژل

https://p.dw.com/p/M5az
انځور: picture-alliance/dpa

د سراج الدين حقاني شبکه چي له القاعدي سره تړواو لري په افغانستان کي په جګړو لاس پوري کوي.

په هغي يوي حملي کي چي فکر کيږي خپله سراج الدين حقاني ته ځير شوی وه، د محمد حقاني وژنه د حقاني نومي شبکي لپاره سخت ګذار او د امريکايي بي پيلوته الوتکو شخړه ايزو حملو لپاره يو برياليتوب ګڼل کيږي.

ويل شوي دي چي محمد حقاني خپله هم يو جنګيالي ؤ. يو پاکستاني چارواکي وويل چي محمد حقاني هغه وخت ووژل شو چي يو امريکايي الوتکي د پنجشنبي په ورځ د شمالي وزيرستان د «ډندي درپه خيل» په سيمه باندي دوه توغندي بريدونه وکړل، دغه قبايلي سيمه د حقاني د شبکي هډه ده.

د حقاني شبکه چي نوم يي د افغانستان د شوروي ضد مقاومت د يو مشهور قوماندان، جلال الدين حقاني څخه اخيستل شوي دی، د سراج الدين حقاني له خوا رهبري کيږي، دغه شبکه په افغانستان کي له طالب اورپکو او د القاعدي له شبکي سره نژدي تړاو لري.

د پاکستان د استخباراتو يو لوړ پوړي چارواکي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « محمد حقاني د جلال الدين حقاني زوي پرون( د پنجشنبي په ورځ) له دوه نورو بهرنيو اپراتيفي کسانو او له يوه قبايلي سړي سره یو ځای ووژل شو».

يوی سرچيني چي د حقانی له شبکي سره اړيکه لري يواځي دومره وويل: « د پرونی حملي هدف د حقاني کورني وه.»

حقاني يوه ورځ وروسته له هغي وژل کيږي کي چي پاکستانی چارواکو د طالبانو د مشري د یو دوهم سړي، ملا عبدالغني برادر په کراچي کي د نيولو د خبر پخلي وکړ. د تحليلونکو په نظر دا له متحده ايالاتو سره د پاکستان په ستونزمنو اړيکو کي د يوي نوي مرحلي د پيل اشاره کوي.

واشنګتن په اسلام اباد باندی فشار زيات کړي ترڅو د خپل هيواد په دننه کي د ترهګرو ډلو پر ضد په کلکه توګه عمل وکړي، په خاصه توګه هغه ډلي چي د افغانستان په دننه کي د امريکا متحده ايالاتو په مشري د نړيووالو، ناتو او افغان ځواکونو پر ضد جنګيږي .