د پولې د پرانیستلو پر ضد مارش تر سره کيږي
۱۳۹۱ تیر ۲۰, سهشنبهپه اسلام آباد کې د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۳۰ زره لاریون کوونکو د ناټو پر مخ د پاکستان د پولې د پرانیستل کیدو پر وړاندې پر اعتراضونو لاس پورې کړ. هغوی په پاکستان کې د «اوږد مارش» تر نوم لاندې یو لاریون په لاره اچولی دئ.
په اړه دلته د انځورونو البوم ووینئ
لاریون کوونکو «له پاکستان څخه د دفاع شورا» په غوښتنه له لاهور څخه خپل لاریون پیل کړ. هغوی د پاکستان د پارلمان د ودانۍ پر وړاندې د «مرگ پر امریکا» شعارونه ورکړل او په پاکستان کې ئې د امریکا د استخباراتي شبکې د مشر د نیولو غوښتنه وکړه. هغوی له ځان سره «له پاکستان څخه د دفاع د شورا» بیرغونه لیږدول. دغه شورا په پاکستان کې د توندلارو اسلامپالو ډلو یو ائتلاف دئ.
د دغۍ شورا مشر مولانا سمیع الحق، چې یو توندلاری اسلامپالی او د «طالبانو پلار» بلل کیږي، هم په دې لاریونونو کې ونډه لرله. هغه وویل: «موږ د جولای له ۱۴ نیټې څخه تر ۱۵ نیټې پورې له کویټې څخه د چمن په لور یو مارش په لاره اچوو او د جولای له ۱۶ نیټې څخه تر ۱۷ نیټې پورې له پیښور څخه تر تورخم پورې مارش تر سره کوو.»
اسلام آباده تیره اونۍ له اوو میاشتو وروسته پریکړه وکړه چې د ناټو پر وړاندې خپله پوله پرانیزي. دغه پوله د ناټو پر مخ د ۲۰۱۱ کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه هوایی برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته تړل شوې وه.
حافط محمد سعید د لشکر طیبه د ډلې بنسټ ایښودونکی دئ. پر دغه ډله باندې تور دئ چې په ۲۰۰۸ کال کې ئې د ممبې بریدونه تر سره کړي دي. سعید هم په دې لاریونونو کې گډون کړی وو. هغه له پاکستان څخه وغوښتل چې د متحده ایالاتو مزدوري پریږدي: «د پاکستان اصلي ستونزه د متحده ایالاتو مزدوري ده. موږ دغه نه شو منلای. موږ ازادي غواړو.»
متحده ایالاتو د حافظ محمد سعید په اړه پر داسې معلوماتو باندې د یو میلیون ډالرو انعام ټاکلی دئ چې له مخې ئې هغه ونیول شي.
هندوستان هم له پاکستان څخه د دغه سړي د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده. خو پاکستان وایي چې د هغه د نیولو او محاکمه کولو له پاره کافي دلایل نه لري. پر دې سربیره چې د سعید پر سر د یو میلیون ډالرو انعام ایښودل شوی دئ خو هغه په ازاد ډول د امریکا ضد لاریونونو کې گډون کوي او د زرگونو کسانو پر وړاندې بیانیې ورکوي.
«له پاکستان څخه د دفاع شورا» په وروستیو کې د امریکا پر ضد ډیرې مظاهرې کړي دي. له دې څخه داسې ښکاري چې دغه شورا د پاکستان راتلونکو ټاکنو ته خپل ځان چمتو کوي.
د دې شورا مشر تر دې مخکې ویلي وو چې تر هغه وخت پورې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي چې پاکستان د ناټو پر مخ خپله پوله وتړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
گتونکی: سید ریاض