پاکستاني طالبانو یو اړخیزه یو میاشتنی اوربند اعلان کړ
۱۳۹۲ اسفند ۱۰, شنبه
د پاکستاني طالبانو یوه ویاند د شنبې په ورځ د دې هیواد له دولت سره یو میاشتینی اوربند اعلان کړ. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو بهیر ناکامه شوی وو.
د پاکستاني طالبانو له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي دي: «د طالبانو ستره مشري ټولو فرعي [جنگیالیو] ډلو ته هدایت ورکوي چې د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند درناوی وکړي او هغه مرعات کړي. له دې سره هغوی باید له خپلو ټولو جهادي فعالیتونو څخه په دې موده کې [د یوې میاشتې له پاره] لاس واخلي.»
دغه یو اړخیزه اوربند تر هغه وروسته اعلانیږي چې د طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ خبرې اترې ناکامه شوې. په وروستیو اوونیو کې د پاکستان هوايي ځواک له افغانستان سره پر پوله د یاغیانو پر احتمالي اډو باندې بریدونه کړي دي. پر دې سربیره ویل کیږي چې د دې هیواد پوځ به په شمالي وزیرستان کې عملیات هم په لاره واچوي.