1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبان: «اسلامي دولت» ډلي ته جنګيالي لېږو

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۱۳, یکشنبه

د تحريک طالبان پاکستان ډلي د شنبې په ورځ (د اکتوبر ۴مه) ويلي دي چي په عراق او سوريه کي د وسله والي ډلي «اسلامي دولت» سره د مرستي له پاره به خپل جنگيالي ور ورليږي.

https://p.dw.com/p/1DPyt
انځور: picture-alliance/dpa

د تحريک طالبان پاکستان وياند شاهدالله شاهد، د شنبې په ورځ له يوه نامعلوم ځايه د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي دوی به په عراق او سوريه کي له «اسلامي دولت» ډلي سره د جنګياليو مرسته وکړي.

شاهدالله شاهد پر «اسلامي دولت» ډلي ږغ کړی دی چي د سيمي له نورو جهادي ډلو سره دي خپل اختلافات ختم کړي. «اسلامي دولت» چي تر مخه يې ځان ته د «داعش» يا په عراق او شام کي اسلامي دولت خطاب کاوه، په سوريه او عراق کي يې يو شمېر سيمي تر خپل کنټرول لاندي راوستي دي.

د اسلامي خلافت اعلان

دغي ډلي د روان مېلادي کال ۲۰۱۴م د جون مياشتي پر ۲۹مه نېټه د اسلامي خلافت اعلان وکړ او خپل مشر ابو بکر البغدادي يې د امير المونين او د مسلمانانو د خليفه په توګه اعلان کړ.

يادي ډلي د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه وغوښتل چي د البغدادي بيعت وکړي. دوی ادعا کوي چي په هغو سيمو کي چي د دوی تر ولکې لاندي دي، اسلامي شريعت عملي کړی دی.

خو د دغي ډلي او نورو سيمه يزو جهادي ډلو تر منځ اختلافات او سيالي هم موجوده ده. د بېلګي په توګه د القاعده ملګرې ډله النصره د روان مېلادي کال په فرورۍ کي لا د اسلامي دولت سره خپلي اړيکي په رسمي توګه قطعه کړې.

د تحريک طالبان پاکستان وياند شاهدلله شاهد ويلي دي چي دوی د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې د رامنځ ته کېدو څخه تر مخه لا و دغې سيمي ته خپل جنګيالي استول. د هغه په وينا دوی تر اوسه دغې سيمي ته د ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ تر منځ جنګيالي استولي دي.

Abu Bakr Al Bagdadi Videostill 05.07.2014
د «اسلامي دولت» مشر ابو بکر البغداديانځور: picture alliance/AP Photo

«د اسلام د خدمت له پاره»

شاهد ويلي دي چي دوی به د هغه په وينا «اسلامي دولت له مجاهيدينو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.» د هغه په وينا د پاکستاني طالبانو تحريک په پوره توګه سره د عراق او سوريې د «اسلامي دولت» ملاتړ کوي.

د پاکستاني طالبانو وياند وايي چي د «اسلامي دولت» ملاتړ په دې وجه کوي ولي چي د هغه په وينا «دغه سازمان د اسلام د خدمت په مقصد جوړ سوی دی.»

خو د پاکستاني طالبانو وياند د دغه سازمان له خوا په رسمي توګه د «اسلامي دولت» د مشر د بيعت خبره نه ده کړې.

له بله اړخه د پاکستان حکومت د خپل هيواد د طالبانو له خوا عراق او سوريې ته د جنګياليو د لېږد خبره رد کړې ده. دغه موضوع د پاکستان د حکومت له پاره ډېره حساسه بلل کيږي.

مبصرين وايي چي د عراق او سوريې «اسلامي دولت» ډله په دې لټه کي ده چي په پاکستان کي د ځان له پاره تبليغ وکړي او په دغه هيواد کي يې يو شمېر شپې پاڼي خپرې کړي او معلوماتي پاڼي يې ويشلي دي.