1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبان: د اقلیتونو وزیر موږ وژلی

۱۳۹۵ اردیبهشت ۴, شنبه

پاکستاني طالبانو د شبنې په ورځ د خیبر پښتونخواه ایالت د اقلیتونو د وزیر د وژلو مسوولیت پرغاړه واخیست. سردار سوران سینګ د جمعې ورځ پر مازدیګر پر موټرسیکلونو سپرو وسلوالو لخوا په ډزو ووژل شو.

https://p.dw.com/p/1IbLE
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali
پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا ایالت د اقلیتونو د وزیر سردرا سوران سینګ د وژلو مسوولیت پرغاړه واخیست.
وسلوالو کسانو د جمعې ورځ په مازدیګر، د پیښور شمال ختیځ لور په ۱۶۰ کیلومترۍ کې پرته په «بُنېر» ولسوالۍ کې د سردار سوران سنګ موټر ودراوه او پر هغه یې ډزې وکړې. د پاکستاني طالبانو ډلې « تحریک طالبان پاکستان» ویاند محمد خراساني د جمعې په ورځ رسنيو ته په یوه استول شوي ایمیل کې ویلي دي:« دغه فعالیتونه به د اسلامي سیستم تر پلې کیدو پورې ادامه ولري.»
د سینګ تررو د پارلمان د غړو او د بشر حقونو د فعالانو لخوا په پراخه توګه غندل شوی دی. د «تحریک انصاف پاکستان» ګوند مشر عمران خان چې د نا امنه ایالت خیبر پښتونخوا په ايالت کي يې د ګوند حکومت دی، له خپل سیمیز حکومت څخه غوښتي دي، تر څو د سینګ د وژنې په باب چټک تحقیقات پیل کړي. عمران خان په یوه ټویټري پیغام کې ویلي دي:« د اقلیتونو د چارو د وزیر سوران سینګ په وژنه حیران او تعجب کې شوم. سیمیز حکومت باید په ډیره چټکۍ سره تحقیقات پیل کړي. د هغه وژنه موږ لپاره یو ستره ضایعه ده.»
د سیکنه قاسم په نوم د تویټر یوې کارکونکې د سوران سینګ د وژنې په غبرګون کې لیکلي:« په پاکستان کي څه وخت کې د اقلیتونو وژنه پای ته ورسیږي؟»
میزان صابح، د ټویټر بل کارونکي لیکلي:« د سوران سینګ غمجن قتل د تروریستانو په لاس شوی دی. هغه د پاکستان د پراخې او روښانې راتلونکې لپاره یو بیلګه وو. ښايي د هغه پر ځای ډیر نور سوران سینګونه راولاړ شي!»
پاکستاني طالبانو په ۲۰۱۱ کال کې د د مسیحي اقلیتونو وزیر هم په ډزو وژلی وو. په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې تبعیض او تاوتریخوالی شتون لري. د پاکستان شاوخوا ۹۰ په سلو کې نفوس مسلمانان او پاتې لس سلنه نور یې نور مذهبي اقلیتونه جوړوي.