1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبان پر ميانمار د يرغل گواښ کوي

۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبه

پاکستاني طالبانو د پنجشنبې په ورځ وویل چي که چیري پاکستان له میانمار سره خپلي ټولي اړیکي و نه شلوي او په اسلام آباد کي د هغوی سفارت و نه تړي، نو دوی به پر دې هیواد کي باندې بریدونه تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/15emw
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان د (تحریک طالبان ډلي) په یوه بیانيه کي خپل ځان د میانمار د مسلمانانو مدافع بللی دﺉ او ویلي ئې دي، چې د دوی غچ به واخلي.

د دغي ډلي ویاند احسان الله احسان، د پاکستان له دولت څخه غوښتي دي، چي د میانمار له حکومت سره خپلي ټولي اړیکي وشلوي او په اسلام اباد کي د هغوی سفارت وتړي:

«که دا کار و نه شي نو موږ به نه یوازي پر میانمار باندي بریدونه وکړو، بلکي د هغوی پر پاکستاني ملگرو باندي به هم بریدونه وکړو.»

په اسلام آباد کي د میانمار سفارت تر اوسه لا د طالبانو د دې گواښ په اړه څه نه دي ویلي. تحریک طالبان کله نا کله په پاکستان کي پر دولتي ځواکونو باندي بریدونه کوي. خو دا چي دغه ډله له پاکستان څخه دباندي د بریدونو د تر سره کولو توان لري که نه، تر اوسه معلومه نه ده.

خو د امريکا متحده ایالاتو ویلي دي، چي داسي شواهد موجود دي، چي د تحریک طالبان ډلي په۲۰۱۰ کال کي په نیویارک کي د یوه بمي برید پلان جوړ کړی وو.

ددغي ډلي پر مشر حکیم الله مسود، باندي د امریکا د استخباراتي شبکې د اوو تنو مامورینو د وژلو تور هم لگول شوی دئ. دغه کسان په افغانستان کي هغه مهال ووژل شول چي د هغوی یوه جاسوس د امریکایانو په یوه کمپ کښي خپل ځان وچاوده.

په دې وروستیو وختونو کي په میانمار کي د بودایايي قبیلې ریخني او مسلماني قبیلې روحینگیا، تر منځ په جگړو کي ډیر کسان وژل شوي دي او په زرونو نور د خپلو کورونو پریښولو ته اړ شوي دي.

څه موده مخکي د بخښني نړیوال سازمان وویل، چي په میانمار کي په سوو مسلمانان نیول شوي دي، چي له ځینو سره ئې سم چلند نه کیږي.

دغه سازمان ویلي ول، چي داسي رپوټونه هم په لاس کي لري چي ښيي بودایانو او پوځيانو یو شمېر مسلمانان وژلي دي.

په میانمار کې مسلمان اقلیتونه «بې وطنه» بلل کیږي. ملگرو ملتونو د میانمار مسلمانانو ته د نړۍ د هغو اقلیتونو په ډله کي ځای ورکړی دئ چي تر نورو ډیر ربړول کیږي.

آژانسونه: مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل