1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني عیسویان: حکومت دې زموږ ساتنه وکړي

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ مهر ۱, دوشنبه

پاکستاني عیسويانو د دوشنبې په ورځ مظاهرې وکړې او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د ځانمرگو بریدونو پر وړاندې د هغوی ساتنه وکړي. تر دې مخکې په پاکستان کې یو برید له ۸۰ څخه ډیر عیسویان وژلي ول.

https://p.dw.com/p/19mai
انځور له ارشیف څخه: د یکشنبې د ورځې برید
انځور له ارشیف څخه: د یکشنبې د ورځې بریدانځور: Reuters

دغه برید د یکشبې په ورځ د پیښور په «آل سینت کلیسا» کې رامنځ ته شو چې ویل کیږي تراوسه پورې پر پاکستاني عیسوي لږکیو باندې تر ټول سخت برید دی. تر دې برید وروسته پاکستاني عیسیویانو د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې په مظاهرو لاس پورې کړ او له چارواکو څخه یې وغوښتل چې د بریدونو پر وړاندې د هغوی ساتنه وکړي.

په دې ترڅ کې مظاهره کوونکو په اسلام آباد کې یوه لویه لاره هم د څو ساعتونو له پاره وتړله. دغو کسانو چې شمیر یې له ۶۰۰ تنو څخه ډیر وو همداراز د موټرو یو شمیر ټایرونو ته هم اور ورته کړ.

په عین حال کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان په پېښور کې د پارلمان مخې ته راټول شول او په اعتراضونو یې لاس پورې کړ. مظاهرې هغه وخت له تاوتریخوالي سره مل شوې چې په لاهور پنډي کې شاوخوا ۲۰۰ تنه مظاهره کوونکي سړکونه ووتل او د پلورنځایونو ښیښې یې ماتې کړې.

د «آل سنت کلیسیا» مخې ته هم له ۱۰۰ څخه ډیر کسان راټلول شوي ول او د شعارونو په ترڅ کې یې د عدالت غوښتنه کوله. هغوی همداراز پر حکومت باندې نیوکه کوله چې د پاکستاني عیسوي لږکیو په ساتنه کې پاتې راغلی دی.

د مظاهرو په ترڅ کې د خیبر پښتونخوا ایالت د حاکم گوند پر مشر عمران خان، باندې سختې نیوکې وشي او د شعارونو په ترڅ کې د هغه سپکاوی وشو. په شعارونو کې د «عمران خان سپی دي» شعار هم شامل وو.

یو تن مظاهره کوونکي خالد شهزاد، چې د یکشنبې ورځې په برید کې یې د خپلې کورنۍ پنځه تنه غړي له لاسه ورکړي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «عمران خان او د هغه لومړۍ مرستیال په دې کې پاتي راغلي دي چې د عیسویانو او د هغوی د عبادت ځایونو ساتنه وکړي.»

په عین حال کې په کراچۍ او لاهور کې هم مظاهره کوونکو د پاکستان پر مرکزي او ایالتي حکومتونو باندې نیوکې وکړې. د یکشبنې د برید د قربانیانو شمیر د دوشنبې په ورځ ۸۲ تنو ته لوړ شو. په دې په پېښه کې همداراز ۱۳۰ تنه تپیان شوي دي.

که څه هم پاکستاني چارواکي وایي چې د کلیسیاو امنیتي تدابیر به لا پسې سخت کړي، خو پاکستاني عیسویان وایي چې د خپل امنیت په اړه اندیښنه لري. دنیش یونس چې د یکشنبې ورځې په برید کې ټپي شوی دی، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ له مسلمانانو سره ډیرې ښې اړیکې لرلې. تر برید مخکې هیڅ کوم جنجال نه وو. خو اوس موږ ویریږو چې دا به د نویو بریدونو او تاوتریخوالي پیل وي.»

د یکشنبې په ورځ طالبانو پورې تړلې یوې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته خو د دوشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو یوه ویاند وویل چې هغوی دغه برید نه دی ترسره کړی. دغه ویاند ټینگار وکړ چې ځینې کسان غواړي له دغه شان بریدونو سره د پاکستاني حکومت او د دغه هیواد د طالبانو تر منځ د خبرو اترو بهیر زیانمن کړي.

په پاکستان کې یوازې دوه سلنه عیسویان ژوند کوي. د پاکستان اکثریت اوسیدونکي مسلمانان دي خو په دې هیواد کې وخت نا وخت د شیعه او سنې مسلمانانو پر جوماتونو باندې بریدونه کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب