1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني پوليسو ډير اعتراض کونکي بنديان کړيدي

۱۳۸۷ اسفند ۲۲, پنجشنبه

نن د پاکستان قاضيانو او مخالفو گوندونو د پخواني لومړي وزير، نواز شريف تر مشرتابه لاندې يو لوي اعتراضي مارش رابللي او پيل کړي دئ چې ...

https://p.dw.com/p/HAuR
پاکستاني پوليسو نن ديوه اعتراض کونکي د وهلو پر وخت
پاکستاني پوليسو نن ديوه اعتراض کونکي د وهلو پر وختانځور: AP

په څلورو ورځو کې به له جنوبي بندري ښار کراچي او بلوچستان څخه اسلام آباد ته رسيږي، او هلته به تر هغه پورې ناست وي، تر څو چې د پخواني قاضي القضات افتخار چودري تر اداره لاندې بېرته يو عدلي اصول منځ ته نه وي راغلي.

فرانسپرس ليکي سره له دې چې پرون چهارشنبه د مخالفو گوندونو 300 تنه کارمندان ونيول شول، نن پنجشنبه مارش کوونکو په سرويسونو او کوچنيو موټرونو او نورو ډول ډول وسيلو سره په يون پيل وکړ. د دې تر څنگ د کراچي د ښار ستره محکمه، چېري چې يو شمېر قاضيان او قانون پوهان راټولېدل، د پوليسو لخوا کلابنده شوه . له سترې محکمې څخه يوه پخواني قاضي منير مالک د رويتر خبريال ته وويل، زموږ سرويسونه له تگ څخه منع شوي او اوس موږ په پښو روان يو. ده زياته کړه که حکومت موږ بندي کوي او که نه، د دوی خپله خوښه ده، خو موږ لومړي گامونه پورته کوو. دا هم ويل شوي چې د بلوچستان د ايالت په مرکز د کوټې ښار کې هم قاضيان راټول شوي وه .

افتخار چودري پخپله په 2007 ميلادي کال کې د اولسمشر او پوځي قوماندان جنرال پرويز مشرف لخوا ليرې کړل شو. نوي اولسمشر آصف علي زرداري هم د چودري بيرته ټاکنه او مقررونه ردکړېده، او هغه هم له دې ډاره، چې ښايي چودري، زرداري او د هغه مېرمنې بې نظير بوتو ته د پرويز مشرف لخوا ورکړل شوي مصئونيت بېرته له منځه يوسي .

پخواني د پاکستان دوه واري لومړي وزير نواز شريف، څوک چې د زرداري اصلي رقيب او مخالف سياستمدار دئ، د قاضيانو ملاتړ رااخيستی او په دې ډول سره يې د زرداري غاړې ته وراچولی دی . پخپله نواز شريف او ورور يې څو مده وړاندې د يوې محکمې لخوادخپلو دندو څخه محروم شول .

د پاکستان حکومت دا گواښ کړی، که چېرته د مارش په بهير کې لانجې راپورته سي، نو مسئوليت به يې د نوازشريف پر غاړه وي . او که حالات سخت خراب سي، نو هم هغه به وي، چې پوځ به لاس په کار کيږي .

د امريکې له سفارت څخه ويل شوي، چې هغه هېواد له دواړو اړخونو څخه د زغم او نرمښت غوښتنه کړېده.

له کراچۍ څخه د رارسېدلي فرانسپرس آژانس په يوه تازه رپوټ کې راغلي دي، پاکستاني پوليسو يو شمېرمظاهره کوونکي، په داسې حال کې په برقي ډنډو وهلو سره د جېل موټرونو ته اچولي، چې پر حکومت باندې يې د کړکيچ راوستلو تورونه پورې کول . د دې رپوټ له مخې، قاضيانو په تورو جامو کې د گوندي غړو سره يو ځاي د کراچي او لاهور په ښارونو کې په مارش پيل کړي دئ او همدا غوښتنې کوي، چې آصف علي زرداري بايد، په 2007 ميلادي کال کې د مشرف لخوا برطرف شوي 60 تنه پخواني قاضيان بېرته په کار وگماري .

د مظاهرو ناظمان هيله لري چې په زرگونو کسان به له دوی سره، له کراچي څخه د اسلام آباد په لور، دې څلور ورځني او 1500 کيلومتري مارش کې ملگري شي . اټکل کيږي چې د دوشنبې په ورځ به اسلام آباد ته رسيږي .

حکومت په پنجاب او سند کې ټولې مظاهرې منع کړېدي . په کراچي کې مظاهره کوونکو همدا نارې وهلې، چې زرداري ځه . ويل شوي چې تر اوسه پوري، د جمعيت اسلامي دگوند د مرستيال مشر غفور احمد او 18 تنو سيمه ايزو قاضيانو په گډون، په کراچۍ کې ټول 90 تنه نيول شوي، چې 35تنه ورځني د جېلونو په موټرونو کې بيول شويدي .

د پنجاب د ايالت په مرکز لاهور ښار کې هم قريب 2000 تنه قاضيان، سياسي کارمندان او ملکي کسان راټول شوي وه، تر څو په مارش کې برخه واخلي.

رويتر، فرانسپرس/ عارف وردګ

کتونکی. محمد قاسم