1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني پولیسو د اپوزیسیون احتجاج کوونکي پر شا کړي

۱۳۹۵ آبان ۱۱, سه‌شنبه

پاکستاني پولیسو د اپوزیسیون د سیاستوال عمران خان د گوند په زرونو پلویان پر شا کړي دي چې پلازمېنې اسلام آباد ته یې د تگ هوډ درلود. ویل کیږي چې د عمران خان د گوند پاکستان تحریک انصاف، په زرونو پلویان نیول شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/2RymJ
Pakistan Protest  Imran Khan
انځور: Reuters/F.Aziz

د عمران خان د گوند د پلویانو او پولیسو تر منځ د پیښور او اسلام آباد تر منځ پر لویه لار باندې د دوشنبې په شپه آخ او ډب رامنځ ته شوی. دغو کسانو غوښتل چې په اسلام آباد کې د چهارشنبې په ورځ د حکومت ضد په یوه احتجاج کې گډون وکړي.

د رپوټونو له مخې پولیسو د پاکستان تحریک انصاف گوند د شا او خوا ۴۰۰۰ فعالانو د پاشلو له پاره له اوښکي بهونکي گاز او ربړي مرمیو څخه کار اخیستي دي. دغه گام وروسته له هغې اخیستل شوی دي چې لاریون کوونکو غوښتل د اسلام آباد او پیښور پر لویه لار پراته خنډونه لیرې کړي. دغه لویه لار د کانتینرونو او نورو موانعو په واسطه بنده کړی شوی ده.

د خیبر پښتونخوا د حکومت د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني ویلي دي چې په دغه آخ او ډب کې ۴۰ تنه ټپیان شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې د عمران خان گوند په واک کې دی. مشتاق غني، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی پر شا شوي دي، خو نن به د وړاندې تگ له پاره یوه بله هڅه وکړي.

عمران خان تیره میاشت اعلان کړی وو چې د نومبر میاشتې په دوهمه نېټه به د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له واکه د لیرې کولو له پاره په اسلام آباد کې د یو میلیون کسانو په راټولو سره احتجاج وکړي. نواز شریف له هغه وخت راهیسې تر فشار لاندې دی چې د کورنۍ د غړو نومونه یې تر هیواد دباندې د موساک فونسیکا، پاناما اسنادو کې بربنډ شول. ویل کیږي چې د نړۍ سرمایه داران او ځواکمن کسان له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه تر هیواد دباندي تش په نامه شرکتونه جوړوي.

حکومت د دغه پلان شوي احتجاج څخه تر مخه د تحریک انصاف د گوند د پلویانو په نیولو پېل کړی او په پنجاب ایالت کې یې د دغه گوند تر ۴۰۰۰ پورې فعالان نیولي دي. په پنجاب ایالت کې بیا د نواز شریف گوند په واک کې دی.

د دوشنبې د شپې آخ او ډب په داسې وخت کې رامنځ ته شوی دی چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې د نواز شریف د کورنۍ د غړو د مالي معاملاتو په هکله د یوې عریضې له سره د اوریدولو پریکړه کړې ده.